1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د بادن وورتمبرګ ایالت په ښوونځیو کې پر نقاب بندیز

۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعه

د آلمان د بادن وورتمبرګ ایالت چارواکو اوس په ښوونځیو کې د زده کوونکو پر مخپټي هم د بندیز لګولو پریکړه کړې ده. دا په داسې حال کې چې پر حجاب لا پخوا بندیز لګول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3fqqz
London Protest vor französischer Botschaft Frau mit Niqab
انځور: Reuters/S. Wermuth

د آلمان په لویدیځ ایالت بادن وورتمبرګ کې سیمه ایز حکومت په ښوونځیو کې پر هغه حجاب یا برقې چې مخ په بشپړ ډول پټوي بندیز لګولی دی. په داسې یو وخت کې د حجاب اړوند مقررې د عملي کولو پریکړه شوې ده، چې په آلمان کې د مسلمانو ښځو د حجاب یا په بشپړ ډول د مخ پټولو په هکله تاوده بحثونه روان دي. د هامبورګ یوې محکمې بیا په خپل ایالت کې داسې یو بندیز رد کړی دی.

د بادن وورتمبرګ ښاري شورا لا پخوا په ښوونځیو کې پر ښځینه ښوونکو د داسې لباس پر اغوستلو بندیز لګولی وو چې مخ پکې په بشپړ ډول پټیږي، اوس دغه بندیز پر زده کونکو هم لګول شوی دی.

ایالتي لوموړي وزیر ونفرید کریتسمن، چې د زرغون ګوند یو مخکښ مشر هم دی ویلي دي چې په بشپړ ډول د مخ پټول د یوې آزادي ټولني برخه نه شي کیدلی. هغه دا هم وویل چې په ښوونځیو کې د مخ پټولو مسئله یوه نادره خبره ده، خو بیا هم د یو یا دوو مواردو په هکله هم پریکړه کول ضروري وو.

نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون په کچه، چیرې چې محصلینې قانوني سن ته رسیدلي وي، د بندیز موضوع یو څه پيچلې وي. په اوس وخت کې دا مقرره یوازې د ابتدایه او متوسطې دورې د ښوونځیو په برخه کې صدق کوي.

پر حجاب یا نقاب بحث

په آلمان کې هغه خلک چې د حجاب یا په بشپړ ډول د مخ پټولو مخالفت کوي په دې نظر دي چې دا ډول بندیز د نجونو له پاره اړين دی، ځکه په خبره یي د کورنۍ له خوا په زوره حجاب اغوستلو ته د دوی مجبورول او یا یې حجاب ته له تشویقولو سره د دوی حقونه نقض کیږي.

د صدراعظمې انګلا میرکل په ګوند کې د جولیا کلوکنیر ترڅنګ د محافظه پاله ګوندونو مهم مشران پر نقاب یا بشپړ حجاب د بندیز لګولو غوښتنه کوي. په زرغون ګوند کې په دې اړه د نظر اختلاف سته، خو په ښوونځیو کې د دې بندیز ملاتړ کوي، ځکه یې نو دا مقرره تائیده کړې ده.

په بادن وورتمبرګ کې د زرغون ګوند مشرې ساندرا دیتر او لویئر بلدین برانډ، لا پخوا نقاب یا حجاب د «ظلم او جبر نښه بللې وه.» په داسې حال کې چې د مهاجرو په چارو کې د زرغون ګوند ویاند فلزپولات بیا وایي چې د مذهبي ډول لباس اغوستل د جمهوري ټولنې یوه مهمه ځانګړنه ده.

خو د دې نظر مخالفین بیا وایي چې له داسې مقرراتو او سخت ګیرۍ سره د دې ویره موجوده ده چې د آلمان په ټولنه کې به مسلمانان یوې څنډې ته پريښول شي.

په دې وروستیو کلونو کې د هالنډ، فرانسه، ډنمارک او اتریش په څیر اروپایي هیوادونو کې په بشپړ ډول د مخ پر پټولو بندیز لګول شوی دی. تیر کال په آلمان کې په دې ارتباط یوه سروی شوې وه چې پکې نږدې ۵۴ سلنه آلمانانو پر برقې یا بشپړ حجاب د بندیز لګولو ملاتړ کړی وو.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ج

زموږ له آرشیف څخه: