1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان يو روسی ساينس پوه په جاسوسۍ تورن کړی دی

۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

آلماني څارنوالانو هغه روسی ساينس پوه په جاسوسۍ تورن کړی دی چې تېر کال نيول شوی وو. چارواکو ویلي دي چې دغه کس د ۲۰۱۹م کال په مني کې د روسیې د بهرنيو استخباراتو له خوا په دنده ګومارل شوی وو.

https://p.dw.com/p/46BLB
Symbolbild Berlin Mutmaßlicher syrischer Kriegsverbrecher in Berlin festgenommen
انځور: Uwe Anspach/dpa/picture alliance

د آلمان فدرالي څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د آلمان د بايرن ایالت د يوه پوهنتون يو روسی کارکوونکی یې په جاسوسۍ تورن کړی دی.

آلماني چارواکو ويلي دي چې د النور ان. په نوم دغه تن په اروپا کې د «آريانا فضايي توغندي پروګرام» په اړه معلومات د روسیې بهرنیو استخباراتي ادارې «اس وي آر» ته ورکول.

د فدرالي څارنوالۍ دفتر له خوا ويل شوي چې النور ان. ته د ۲۰۱۹م کال په مني کې دا دنده سپارل شوې وه. زياته شوې ده چې نوموړي به په ځانګړي توګه د اروپا د دغه فضايي پروګرام د پرمختګ د بېلا بېلو پړاونو په اړه معلومات له روسیې سره شريکول.

»ډنمارک امریکا ته د اروپايي رهبرانو په جاسوسۍ کې مرسته کړې«

زياته شوې ده چې احتمالاً د النور ان. او د روسیې د استخباراتي ادارې ترمنځ منظم ليده کاته ترسره شوي دي. څارنوال پر نوموړي تور لګولی دی چې روسیې ته یې د معلوماتو د ورکړې په بدل کې په ټولیزه توګه ۲۵۰۰ يورو د نغدو پېسو په شکل کې ترلاسه کړي دي.

النور ان. د تېر ميلادي کال د جون مياشتې پر ۱۸مه نېټه نيول شوی وو. تر نيول کيدو دمخه نوموړی په بايرن ايالت کې د ساينس او تکنالوژۍ د يوه پروفيسر د څېړنو مرستيال وو.

څارنوالۍ د هغه پوهنتون نوم نه دی په ډاګه کړی چې نوموړي پکې کار کاوه. پر النور ان. دا تور د دسمبر مياشت پر ۹ نېټه د مونشن ښار په ايالتي محکمه کې لګول شوی وو. محکمه به اوس پريکړه کوي چې آیا دا قضيه به محکمې ته ځي او که څنګه او د محاکمې نېټه به ټاکي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: