1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ‌په هر ساعت کې یوه میرمن د تاوتریخوالي قرباني کیږي

۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبه

جنسي تیری، جبري کار او ان جبري ځان پلرونه، دا هغه څه دي چې له ۱۱۴ زره څخه ډیرې آلمانۍ میرمنې ورسره لاس او ګریوان دي. په آلمان کې تیر کال په هر ساعت کې یوه میرمن د دغه راز زور زیاتيو قربانې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3TgBd
Internationaler Tag gegen Gewalt an Frauen
انځور: picture-alliance/NurPhoto/R. Arroyo Fernandez

د دوشنبې په ورځ په آلمان کې د رسمي خپرو شویو شمیرو له مخې په دغه اروپايي هیواد کې هر ساعت لږ تر لږه یوه میرمن د کورني تاوتریخوالي قرباني کیږي او په دې ترتیب سره د ژوند د خپل ملګري په لاس په فزیکي توګه ټپي کیږي. په مجموعي ډول د ۲۰۱۸م کال په ترڅ کې په آلمان کې له ۱۱۴ زره څخه ډیرې میرمنې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

 

د تاوتریخوالي په دغو پیښو کې د دوی د ژوند د اوسني یا پخواني ملګري له لوري جنسي تجازو، ګواښونه او په جبر سره د یوه کار کول شامل دي. د خپرو شویو شمیرو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعي ډول د کورني تاوتریخوالي په پایله کې ۱۲۲ میرمنې وژل شوي دي او په دې ترتیب په هرو دریو ورځو کې یوې میرمنې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د آلمان د کورنیو یا فامیلي چارو وزیرې فرانسسکا ګیفي د میرمنو پر وړاندې د تاورتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه شمیرې وړاندې کړي دي. ګیفي د یادو شمیرو په هکله وویل: «دغه شمیرې ښيي چې تر اندازې ډیرې میرمنې د خپل پخواني یا اوسني ملګري په لاس د تاوتریخوالي قرباني شوي دي. په ۲۰۱۸م کال کې میرمنې له یو ځل څخه ډیر ځله په خطرناکه توګه ټپیانې شوي دي.»

Nationaler Aktionstag gegen Geschlecht und sexuelle Gewalt in Toulouse
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Pitton

د آلمان د فامیلي چارو وزیرې همدا راز زیاته کړې چې «موږ باید ډاډمن کړو چې د امکان تر حده په لومړي سر کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تشخیص شي او دا چې د امکان تر حده پورې له میرمنو سره مرسته وشي. د میرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی زموږ د ټولو د اندیښنې وړ دی.»

په داسې حال کې چې په آلمان کې د میرمنو پر ضد د تاوتریخوالي د پیښو په راپور ورکونه کې زیاتوالی راغلی دی خو سره له دې بیا هم ځینې نا ثبت شوې پیښې موجود دي چې د ثبت کیدو په صورت کې به دغه شمیرې لا پسې لوړې شي.

د میرمن ګیفي په خبره، له تاوتریخوالي سره مخ شوې میرمنې باید د میرمنو ځانګړو امن ځایونو ته لاس رسی ولري. خو په دې برخه کې اصلي ستونزه دا چې په دغه راز مرکزونو کې د میرمنو د ځای په ځای کولو له پاره په کافي اندازه ځایونه یا ظرفیت موجود نه دی. د آلمان د فامیلي چارو وزیرې د دوشنبې په ورځ وویل چې د آلمان فدرالي حکومت غواړي چې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره په کلني ډول شاوخوا ۳۳ میلیونه ډالره د میرمنو له پاره د امن ځایونو د ظرفیت د ډیرولو په برخه کې مصرف کړي. په آلمان کې اوسمهال د میرمنو له پاره ۳۵۰ امن ځایونه موجود دي.