آلمان: «ډیری مسلمانان ځانونه یوازي پریښودل سوي احساسوي«
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبهد جرمني د برلین ښار سناتورې او د سنأ د ملي او بين المللي مدني فعالیتونو مسؤلې، سوسن شبلي د سه شنبه په ورځ «د ډسمبر میاشتي پر ۱۰ مه نیټه« دغه خبري د پروتستانتي کلیسا د خبري آژانس سره په مرکه کي وويل: »
د هغې په خبره په رپوټ ورکولو او یا سیاست کي د «موضوع لازم حساسیت« په پام کي نه نیول کیږي. د دې شعار پر اساس، چي مسلمانان خو دي مجرمین او قربانیان نه سي کیدلای، په جرمني کي اکثره مسلمانان ځانونه یوازي پریښوول سوي احساسوي.
نوموړې زياتوي: «طبعأ په اسلامي نړۍ کي داسي انکشافات سته چي زه یې ردومه او انتقاد ورباندي کومه.» هغه زياتوي چي نن ورځ ترهگرانو زما دین او مذهب راڅخه يرغمل کړی دی. هغوی د اسلام تصویر جوړوي. هغه وايي چي دا هغه څه دي چې دا ډیره خوابدي او په قهر کوي. په همدې دلیل سوسن شبلي د مذهبي ټولنو تر منځ د یوه قوي گډ کار غوښتنه کوي. دا زیاتوي: «زه کله چي د داسي خلکو سره مخامخ سمه، چي مذهبي دي او په خپل مذهب عمل کوي، خوشحاله کيږم. برعکس دا ما خوابدي کوي، چي واورمه، کلیساوي خالي دي، او ورځ په ورځ لږ خلک ورځي.«
دې سیاستمدارې د دیني او مذهبي عنعناتو په مقابل کي د یوه عمومي زغم او تحمل غوښتنه وکړه. هغې د برلین مکتبونو ته په اشارې سره کوم چي غواړي د مختلفو کلتورونو درلودونکو شاگردانو په پام کي نیولو سره د کرسمس په عوض د کتاب ویلو یوه میلمه تقدیم کړي، وویل: «زه نه غواړم زما په خاطر چي مسلمانه یم، د کرسمس اختر په یوه بې طرفه تجلیل باندي واوړي. زه د هغه د نامه تغیر هم نه غواړمه او نه هم دا غواړم، چي یو څوک دي جبرأ د هغه څخه لیري سي.«
هغې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل: «زه دا ښه بولم چي که سړی ځیني مشخصي عنعنې او رسم و رواجونه وساتي. دا شاگردانو ته تاوان نه رسوي. برعکس دا یوه غنأ ده، چي نور کلتورونه او رسم و رواجونه هم وپيژندل سي. سړی بیا کولای سي د کوچني اختر او یا د یهودانو د »حنوکا« اختر پر وخت په گډه سره یو څه وکړي او شاید زده کونکي د نورو له مذهبي ورځو او اخترونو څخه ښه خبر سي.«