آيا له ايرانه د سوريې جنگ ته د افغانانو لېږل درواغ دي؟
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخي ايران په زرونو افغان مهاجر د سوريې جنگ ته لېږلي دي. خو د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعا «ساختگي او تبليغاتي» گڼي.
د بشري حقونو د څار سازمان چي مقر ئې په نيويارک کي دئ، د جمعې په ورځ راپور ورکړ چي ايران په زرونو افغان مهاجر د سوريې جنگ ته لېږي. د دغه راپور له مخي ايران نه يوازي د هغوی د رضايت له پاره تشويقي هڅي کوي، لکي په ځينو برخو کي ئې گواښي هم.
د ايران ايسنا خبري آژنس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دی ښوول سوی لیکي «د سوريې جنگ ته د افغان مهاجرو د لېږلو په اړه وروستۍ څرگندوني ساختگي او تبليغاي اغراض پکښي نغښتي دي.» هغه زياته کړې ده «دا هغه افغانان دي چي په سوريه کي مېشت ول يا له افغانستان څخه ورغلي دي يا د ايران له لاري ترانزيت سوريې ته تللي دي.»
دغه چارواکي هغه ادعا وي نه مني چي گويا تقريباً هره ورځ په سوريه کي د وژل سوو افغانانو د جنازې مراسم پر ځای کيږي. (په انځور کي هغه دوه افغان مهاجر ښکاري چي د جنازې په مراسمو کي ئې گډون کړی. د دوی دواړو چمپلان پر پښو دي.»
څه موده دمخه د ايران د سينما کارگردان په يوه غونډه کي ويلي ول: «کله چي د سوريې خبره کيږي د مهاجرت مفهم، في سبيل الله مطرح دئ، هغه هم افغاني عزيزان چي هيواد ئې سخت شرايط گالي. د حرم د دفاع شهيدان او کورنۍ ئې زموږ مېلمانه دي او د سوريې پر لور د هغوی مقدسه کډه د ستايلو ده.»
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په داسي حال کي سوريې ته د افغان مهاجرو د لېږلو خبرونه نه مني چي څو ورځي د مخه د ايران سپاه پاسداران انقلاب ته نژدې رسنيو کي داسي انځورونه خپاره سوه چي د «فاطميون» پوځي روزنه پکښې ښکارېده.
د ايران د وسله وال پوځ خبري آژنس «دفاع مقدس» څو ورځي دمخه خبر ورکړ چي «تيپ فاطميون ډله د عملياتي توان په ډېرېدو او جنگيالو په ډېرښت سره لښکر سوی دئ.» په دغه راپور کي راغلي دي چي تيپ فاطميون هغه غونډ دئ چي له هغو افغانانو جوړ سوی چي همدا اوس په سوريه کي د دمشق په لوېديځ کي د حضرت زينب حرم ساتي.
څو مياشتي وروسوته له هغه چي «دفاع مقدس» آژانس اعلان وکړ چي «د فاطميون ډلي عملياتي توان اوس د لښکر توان ته رسېدلی» په سوريه کي د دغي ډلي جنگيالو په مرگ ژوبله کي هم ډېرښت راغلی.
فاطميون لښکر يوه وسله واله ډله ده چي په «سپاه مقدس» پوري اړه لري او جنگيالي ئې د افغانستان شيعه گان دي. دغه ډله په افغانستان کي د شوروي د يرغل، طالبانو د واکمنۍ پرمهال او ايران او عراق جنگونو کي جنگېدلې ده. دوی اوس د خپل ماموريت اصلي موخه په سوريه کي د «حضرت زينب» د مقبرې دفاع ښوولې ده.
د «دفاع مقدس» خبري آژنس د راپور له مخي د عراق او ايران په جنگ کي د «گردان ابوذر» نژدې ۲۰۰۰ افغان جنگيالي ووژل سول.
فاطميون ډلي په سوريې کي د جنگ له پيل سره خپل موجوديت اعلان کړ او اوس د تيپ يا فاطميون لښکر په نوم ياديږي چي عربي نوم ئې «لوا فاطميون» پيژوندل کيږي. د دغي ډلي بنسټگر عليرضا توسلي چي په ابوحامد مشهوره وو په ۱۳۹۳ کال کي د سوريې په جنوب کي د سرائيلو له اسرائيلو سره په سرحد کي ووژل سو.
په انځور کي په ترتيب سره له ښی خوا مصطفی صدرزاده (سيد ابراهیم)، سيد امين حسيني (عقيل)، سيد مصطفی موسوی (ورک دی) او رضا بخش (فاتح) دي، چي ټول د سوريې په جنگ کي وژل سوي دي.
د جرمني خبري آژانسونه په ايران کي د افغان مهاجرو شمېر درې ميليونه ښوولی دئ. ويل سوي دي د دوی يو ميليون ئې غير قانوني هلته ژوند کوي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي ايران افغان مهاجر گواښلي دي چي د سوريې جنگ ته ولاړ نه سي له هيواده به ئې وباسي. په سوريه کي د افغان جنگياليو له خوا ويل سوي دي چي دوی په ايران کي بې کاره وه او دوی ته ۲۰۰ ډالره د مياشتي معاش ورکوي.
له بلي خوا اوس په افغانستان کي داعش هم په فعاليت پيل کړی دئ او هلته د جنگياليو جلب او جذب کوي، څو عراق او سوريې ته ئې د جنگ له پاره ولېږي.
د ايران چارواکو په وروستيو کلونو کي په وارو وار اعلان کړی دئ چي د سوريې په جنگ کي د سلا کارانو په توگه حضور لري او د بشار اسد له رژيم سره مرسته کوي.