آیا «متعادل فیشن» د ټولو مسلمانو ښځو خوښیږي؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبهد موډ اسراییلۍ بلاګره یودفات، خپل ځان پر انستاګرام باندي دا ډول ښیي. ښایسته ګلداره کالر لرونکي کمیس یې د سرو زرو زیوراتو سره پر تن کړی او سر یې هم په لنګۍ شکله ډول دستمال تړلی دی. دا په انترنیت کي په زرهاوو مینه وال لري. د «یودفات سټایل» تر نامه لاندي هغه د فیشن یو بلاګ لري. د هغې هم د «متعادله فیشن» کالي خوښیږي. دا ځکه چي نوموړې کمپنۍ د مذهبي ښځو دپاره هم کالي عرضه کوي.
د نوموړي کمپنۍ مراجعین اکثره وخت مسلماني ښځي او یا هم مذهبي یهوداني دي. د کالو خرڅولو بازار د نړۍ په سطحه ډیر تود دی او هر کال په میلیارډو ډالره ګټه کوي. د کالو کلکسیونونه یې د ډیزایني لیبلونو او همدارنګه په اندونیزیا، مالیزیا او جرمني کي د کالیو د تولید د کوچنیو فابریکو څخه راځي.
په دوبۍ او ترکیه کي هم د موډ او فیشن شرکتونه خپل ډیزاینونه د «متعادل فیشن» په اوونیو کې نندارې ته وړاندې کوي. په ځانګړې توګه بیا د روژې میاشت چی څو ورځي مخکي پیل سوې، د دغي کمپنۍ له خوا تولید سوو کالیو له پاره مناسب وخت دی. اکثرو لیبلونو خپل ځانګړي کلکسیونونه هم وړاندي کړي دي.
لویو مغازو لکه «H&M» او مانګو لا وختي د دغه شان جامو په جوړولو پیل کړی دی. همدارګه د آسوس په نامه آنلاین مغازه هم مراجعین د متعال فیشن جامې لکه لمني، اوږده کمیسان او همدارنګه د سر شالونه یا پوړینان پیدا کولای سي.
دا داسي جامې دي چي د معتقدو مسلمانانو ښځو تر څنګ د ډیرو مذهبي یهودانو ښځو هم خوښیږي. ځکه لکه څنګه چي د یهودو نارینه و د ژوند په طریقه کي چي ځیني مقررات اعتبار لري، هغوی د یهودي ښځو دپاره هم اعتبار لري. په دغو مقرراتو کي د نورو تر څنګ د کالو اغوستلو طریقه هم شامله ده: یهودي ښځي هم تر زنګنو او څنګلو پوري خپل بدن پټوي. تر واده وروسته هغوی پوړنی او یا خولۍ هم پر سر کوي.
د فرانکفورت له یهودي موزیم څخه سارا سوزان وايي چي «متعادله فیشن» په ځانګړې توګه د انټرنیت د لاري په سرعت سره پراخ سوي او دغه ډول جوړو سوو کالو ته په تیرو کلونو کي تقاضا ډیره زیاته سوې ده.
خو د «متعادل فیشن» دغه ډول کالي جوړول شخړه ایز هم دی، تر ټولو ترمخه د پوړني پرموضوع باندي همیشه سخت بحثونه رامنځته کیږي. ځکه چي عصري مسلماناني او یهوداني چي غواړي فیشني کالي واغوندي او سربیره پر هغه غواړي دیني قواعد مراعت کړي، بیا د دغه شان جامو پر جوړولو نیوکه کوي ځکه هغوی نه غواړي ټیکړي پر سر کړي.