ازبکستان د افغانستان په موضوع کې د روسیې د موقف ملاتړ کوي
۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبهولسمشر میرزایوف د چهارشنبې په ورځ د سنت پیترزبورګ تر برید وروسته د «ډیرو سختو تدابیرو» غوښتنه کړې ده. هغه روښانه کړه چې هیواد یې د امنیت په برخه کې له مسکو سره نزدې همکاري ته چمتو دی.
ازبکي ولسمشر په ځانګړې توګه د افغانستان موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې تاشکند د افغانستان په اړه د مسکو د موقف هر اړخیز ملاتړ کوي.
په وروستیو وختونو کې افغان او امریکایي چارواکو د روسیې او افغان طالبانو نزدې کیدو ته اشاره کړې او روښانه کړې یې ده چې کیدای شي مسکو له دې یاغي ډلې سره مرستې کړې وي. کارپوهان وایي چې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د پراخیدو ویرې او د مرکزي اسیا هیوادونو ته د دې ډلې له خوا د ګواښونو احتمالي رامنځ ته کیدل ښايي د دې نزدې والي تر شا اصلي هدف وي.
له بلې خوا بیا د جنبش اسلامي ازبکستان ترهګرې ډلې غړي هم په افغانستان کې میشت دی چې له ډیر وخت راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو پر ضد یې جنګیږي.