استانبول: اورلگیدنه کي ۲۵ تنه وژل سوي
۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سهشنبهد ترکیې د انادولو خبري آژانس د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل دويمه نېټه) د استانبول د والي د دفتر په حواله رپوټ ورکړی چي د یوه نایټ کلب د ودانۍ په خونو کي د سختي اورلگیدني له امله لږترلږه ۲۵ کسان وژل سوي دي. د ټپیان سوو کسانو شمیر لا معلوم نه دی.
د والي د دفتر په حواله دغه اورلگیدنه د غرمې په شاوخوا کي، د هغې ۱۶ پوړیزې ودانۍ په لاندنۍ برخه کي رامنځته سوه چي د یوه نایټ کلب په توگه ورڅخه استفاده کیدله. د پیښې اصلي علت لا نه دی معلوم . ویل کیږي چی ښایی دغه اورلگیدنه د ترمیمکارۍ پر وخت رامنځته سوې وي. د CNN تُرک رسنۍ رپوټ ورکړی چي د پیښې په تړاو پنځه تنه نیول سوي دي ، خو د نورو جزیاتو په هکله یې څه نه دي ویلي. لویی څارنوالۍ په دې هکله خپلی پلټني پیل کړي دي.
نوموړې ودانۍ د استانبول د ښار په بیسیکتاس ناحیه کي پرته ده. پولیسو او اطفایط د ودانۍ پر شاوخوا سیمه بنده کړې ده.
GP/A.A/AG