استرالیا د یوه تورن هندو په سر یو ميليون ډالر انعام ټاکلی
۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبهد اسوشتید پریس په حواله پر دغه هندي وکړي تور دی چې څلور کاله مخکې ېې د استرالیا په یوه استوايي ساحل کې ېوه ښځه وژلې ده. تورن ۳۸ کلن راجویندر سینګ په نوم او وژل شوې ښځه د کوردينګلي په نوم ښودل شوې چې ۲۴ کلنه وه.
د تحقیقاتو د څانګې مفتشې، سونیا سميت وويل چې د استراليا د شمال شرقي ایالت، کوينسلند د پولیسو افسران چې په هندي او پنجابي ژبو خبرې کولی شي، د استرالیا له کينز څخه د وټس اپ او آنلاين له لارې هندوستان سره په اړيکه کې دي چې وشي کړی د راجيوندر سینګ ځای ځای ګی پېدا کړي.
د ۲۴ کلنه کوردینګلي مړی د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۲۸مه په وانګيتي ساحل کې وموندل شو. پولیس وايي سینګ هغه وخت د کینز په اینیسفیل ښارګوټي کې د نرس په توګه کار کاوه او په کومه ورځ چې د کوردينګلي مړی وموندل شو سیدني ته ېې پرواز وکړ او په سبا ېې هندوستان ته ولاړ. زیاته شوې دغه ښځه یوه ورځ مخکې له خپل سپي سره ساحل ته د قدم وهلو له پاره تللې وه.
چارواکي وايي د یو ميلیون استراليايي ډالرو جایزه، د کوينسلند په تاريخ کې تر ټولو لوړه جایزه ده چې ټاکل کيږي، خو دوی وايي چې دغه جایزه د جرم د حل او د محکمې د ترسره کولو له پاره نه، بلکې صرف د تورن کس د ځای معلومولو له پاره ټاکل شوې ده.