افغانستان ته اخراج شوی افغان مهاجر بیرته آلمان ته پر لار دی
۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبهپه کابل کې د مهاجرت د چارو یوه چارواکي د نوم نه بربنډیدو په شرط د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه ځوان افغان مهاجر د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه اسلام آباد ته تللی ترڅو د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې آلمان ته د سفر له پاره د دې هیواد ویزه ترلاسه کړي.
افغانستان ته اخراج شوي دغه مهاجر د ۲۰۱۵م کال راهیسې په آلمان کې ژوند کړی. دی د هغو ۶۹ تنو افغان مهاجرینو په ډله کې وو چې د روان کال د جولای میاشتې په ۴ نیټه له آلمان څخه کابل ته په جبري توګه اخراج شوي وو. کابل ته د اخراج شوو ۶۹ مهاجرینو له ډلې څخه یو تن یې په کابل کې ځان وژنه وکړه. پولیسو د دغه اخراج شوي مهاجر جسد کابل ته تر ستنیدو څو ورځې وروسته په یوه هوټل کې وموند.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې له آلمان څخه د ۱۴ مختلفو پروازونو په ترڅ کې افغانستان ته په مجموعي توګه ۳۰۳ رد شوي افغان مهاجرین اخراج شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه: