افغانستان: د نجونو د ژر ودولو په اړه اندېښنې
۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبهد «CARE International» مرستندويه ټولنې د هغه سروې پر اساس چې د چهار شنبې په ورځ خپره شوې ده، له پوښتل شويو کورنيو څخه یې دولس فيصدو ويلي دي چې دوی د کورنۍ د نورو غړيو له پاره د نفقې برابرولو په موخه د خپلې یوې لور ودولو ته مجبوره شوي دي.
د آلمان په بن ښار کې د يادې ټولنې له خوا ویل شوي دي چې د سروې په حواله ښځې بيا د اقتصادي ستونزو له کبله دې ته مجبوريږي چې د يو وخت خوراک پريږدي.
د کېير انترنيشنل ټولني د خپلو معلوماتو په حواله د دغه رپوټ له پاره د ۲۰۲۲م کال د اپريل او می میاشتو ترمنځ د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې ۳۴۵ ښځې پوښتلي دي. د رپوټ په حواله له پوښتل شويو څخه یې ۸۷ سلنه وويل چې د کورنۍ عايد یې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهيسې ټيټ شوی دی. د دې علت په هېواد کې د نغدو پېسو کمښت، د کاري ځایونو له منځه تلل او وچکالي بلل شوې ده.
افغان میرمنې د مکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي
د رپوټ په حواله له پوښتل شويو څخه یې ډېرو ويلي دي چې خپله ډېر څه نه خوري څو یې د کورنۍ نورو غړيو ته پوره خواړه ورسيږي. په دې توګه له پوښتل شويو یې ۸۰ سلنه ښځو د سروې څخه تر مخه په دوو اونیو کې لږ تر لږه د يوه وخت له خوړو ډډه کړې ده.
۸۴ سلنه ويلي دي چې د کورنۍ د بسټيزو اړتيا د پوره کولو په موخه د ټيټ کيفيت خوراکي توکو کارولو ته هم مجبورې شوي دي.
په نړۍ کي د کوچنيو نجونو ودول ولي ډېر شوي دي؟
په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې په نيمايي کې طالبان واک ته ورسېدل. له هغه وخت راهېسې په هېواد کې اقتصادي وضعيت پر نورو سربیره پر طالبانو د لوېدیځ د بندیزونو له وجې سخت خراب شوی دی. طالبانو همدا راز پر ښځو هم بندیزونه وضع کړي دي او هغوی په عمومي ژوند کې د پخوا په څېر برخه نه شي اخيستلای.
د کېير ټولنه غوښتنه کوي چې د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ب. ص/ ن. ز (EPD)
زموږ له آرشيف څخه: