افغانستان د ۳۲ تروريستي مرکزونو ليست پاکستان ته سپارلی دی
۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې افغان حکومت له پاکستان څخه د هغو ترهګرو چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي د سپارلو او همدا راز د تروريستانو د ۳۲ کمپونو د بندیدو غوښتنه کړې ده.
دغه متقابل عمل وروسته له هغې ترسره کیږي چې تیره اونۍ د پاکستان د سند ایالت پر یوه مزار تر برید وروسته چې پکې تر۸۰ ډیر کسان ووژل شول او تر۲۵۰ ډیر ټپیان شول، پاکستان له افغان حکومته وغوښتل چې په خاوره کي ئې د ۷۶ کسانو پرضد اقدام وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله وویل چې افغان حکومت د پاکستان په خاوره کې د ۸۵ ترهرګرو او د ۳۲ روزنیزو کمپونو یو لیست چې «د افغانستان پر ضد فعالیت کوي» چمتو کړی او د پاکستان چارواکو ته یې سپارلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچينې په دې هکله وویل چې په دې لیست کې د «طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لکه د حقاني شبکې د مشرانو او نورو ترهګرو نومونه» شامل دي.
سرچینې همدا راز زیاته کړې چې کابل همدا راز غوښتي چې یاد روزنیز کمپونه دې وتړل شي او ترهګر دې [افغان حکومت] ته وسپارل شي.
د اسلام آباد له خوا په وړاندې شوي لیست کې د ۷۶ پاکستاني تندلارو نومونه چې په شکمنه توګه د افغانستان له خاورې فعالیت او په دې هیواد کې پټ دي يادونه شوې وه.
وروسته له هغې چې د پاکستان پوځ وویل چې په بریدونو کې ښکیل ترهګر د پولې له بل لورې راغلي وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله د تګ را تګ پرمخ تړل شوې ده.