افغان ځواکونو د پاکستاني طالبانو يو مشر وژلی
۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبهد پاکستاني طالبانو دغه قومندان رئيس خان نومید چې په اعظم خان طارق هم مشهوره وو. د پاکستان حکومت د هغه پر سر د شل میلیونه کلدارو یا شاوخوا ۱۹۰ زره ډالرو انعام ایښی وو. دغه قوماندان د تحریک طالبان پاکستان په ډله کې څلورمه شمیره کس وو.
د تحریک طالبان پاکستان یوه لوړ پوړي قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: «زه په پکتیکا ولایت کې د اعظم طارق او لږ تر لږه لس نورو پاکستاني طالبانو وژنه تائيدوم.»
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کس د افغان ځواکونو په څه ډول عملیاتو کې وژل شوی دی خو د پاکستاني طالبانو په منځ کې یو شمیر سرچینو بیا ویلي دي چې هغه د پکتیکا ولایت په لمن سیمه کې چې د پاکستان له جنوبي وزیرستان سره پوله لري، وژل شوی دی.
طارق له ۲۰۰۹ کال څخه بیا تر ۲۰۱۳ کال پورې د تحریک طالبان پاکستان د ویاند په توګه کار وکړ او د دغي ډلې پخواني مشر حکیم الله محسود ته نزدې بلل کیدی. پخپله محسود هم په ۲۰۱۳م کال کې د امریکايي ځواکونو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان حکومت د تحریک طالبانو پاکستان د مشرانو پر سر د پنځه میلیونه ډالرو انعام کښېښود. طارق د دغه نوملړ په سر کې وو، ځکه په نوملړ کې تر هغه مخکې درې نور پاکستاني طالب مشران وژل شوي دي.
طارق تر وژل کیدو مخکې د پاکستاني طالبانو په منځ کې محسود ته د وفاداري ډلې ویاند وو. اسلام آباد له کابل څخه غواړي چې په افغانستان کې مېشت د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله، اسلام آباد ته وسپاري.
کابل او اسلام آباد یو پر بل باندې د یاغیانو د ملاتړ تورونه لګوي. دواړه هیوادونه بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.
نور مطالب