امريکا او برتانيه په يمن او سوماليا کي د تروريزم پر ضد ګډ کار کوي
۱۳۸۸ دی ۱۳, یکشنبهد امريکا متحده ايالات او برتانيه غواړي په يمن او سوماليا کي د تروريزم پر ضد خپلي هڅي پياوړي کړي. همداراز دغه دواړه هيوادونه غواړي چي د يمن د ساحلي څنډو د ساتونکو څخه په ملاتړ کي په ګډه کار وکړي. ويل شوي دي، چي د متحده ايالاتوجمهور رييس بارک اوباما او د برتا نيې صدراعظم ګوردان براون په دي هکله سره موافق دي،چي بايد په سوماليا کي سوله ساتي سرتيري وګمارل شي او د دي ماموريت لپاره به د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د هوکړي د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي.
سره بيره پر دي امريکا متحده ايالات او برتانيا دا هم غواړي چي له دغو دواړو هيوادونو يعني له سوماليا او يمن څخه د را پيدا شوو د تروريستي ګواښونو د مخ نيوي لپاره خپلي همکاري پراخي کړي.
د کريسمس په ورځو کي په يوي امريکايي مسافر وړونکي الوتکي باندي يوي شنډ کړاي شوي حملي يمن ته نړيوال پام واړاوه. هلته د القاعدي د شبکي يوي څانګي ادعا کړي ده چي دغه حمله د هغي له خوا بندوبست شوي وه.
د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په خپله اوني ايزه راډويويي - ويدويي وينا کي پرون وويل چي په يمن کي د نوموړي حملي بند وبست کونکي به عدالت ته کش کړي:
« او همدا وجه ده ، لکه په يمن کي مونږ د يوي نوي همکاري بنسټ کيښود، تر څو پر دغو افراطينو باندي هرچيري چي وي فشار راوړو او د هغوي د پلانونو مخه به ونيسو، له ختيځي افريقا نيولي، تر جنوب ختيځي آسيا پوري، له اروپا نيولي تر د فارس خليج پوري.»
کار پوهان انديښنه لري چي ښايي يمن هم لکه افغانستان د ريدکالو اسلام پالو هډه وګرځي. په سوماليا کي د ياغيانو د الشباب نومي ډلي چي ويل کيږي له القاعدي څخه الهام اخلي، د نوموړي هيواد په جنوبي او مرکزي برخو کي کنترول پيدا کړي دی.
AG/ Reuter/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل