امنیت شورا: د امنيتي پیښو باوجود اوربند ادامه لري
۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعهد افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د اختر په ورځو کې د جګړې د دواړو اړخونو له لوري اعلان شوی اوربند اوس هم ادامه لري. فیصل په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې په دې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د امنیتي پیښو راپورونه ورکول شوي دي.
فیصل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي: «اوربند یو پیچلی عملیاتي اقدام دی چې د پیښو د مخنیوي له پاره دوامداره او د پام وړ همغږۍ ته اړتیا لري. دغه هڅې به ادامه ولري.»
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دویچه ویله ته وویل چې اوربند یوازې د اختر د دریو ورځو له پاره په پام کې نیول شوی وو. د نوموړي په خبره، د دایمي اوربند ټینګښت، د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې تر بحث لاندې نیول کیږي.
تر اوربند وروسته امنیتي پیښې
په افغانستان کې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په هیواد کې د امنیتي پیښو راپورونه ورکړل شوي دي. د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي وو چې په زابل ولایت کې یې د یوه هوايي برید په پایله کې ۱۸ تنه مخالفین وژلي دي. د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان د حکومت یو شمیر سرچینو په پروان ولایت کې د اوه تنه حکومتي سرتیرو او همدا راز په فراه ولایت کې د اوه نورو حکومتي سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی وو. که څه هم طالبانو په ښکاره د دغو بریدونو مسئولیت نه دی منلی، خو په یادو دواړو ولایتونو کې طالبان پراخ حضور لري.
دغه امنیتي پیښې داسې مهال پیښيږي چې د طالب زندانیانو د آزادولو د موضوع په تړاو د طالبانو یو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی اوسمهال په کابل کې دی. د افغانستان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند تر اعلان وروسته د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو خبر ورکړ چې تر اوسه پورې له دې ډلې یې ۱۰۰۰ تنه آزاد کړي دي.
طالبانو هم د پنجشنبې په ورځ په بغلان او کندز ولایتونو کې له خپلو زندانونو څخه د ۸۰ تنه حکومتي سرتیرو د آزادولو خبر ورکړ. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټري پیغام کې په دې هکله لیکلي: «نن په بغلان او کندز کې د کابل ادارې ۸۰ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له زندانونو څخه خلاص شول. یاد بندیان د کاليو او فی نفر ۵۰۰۰ افغانۍ په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.»
تر دې وړاندې د افغانستان حکومت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او افغانانو د دغه اوربند د غځیدو غوښتنه کړې وه. د افغانستان حکومت له طالبانو غوښتي ول چې د زندانیانو د آزادولو له پاره او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره، باید اوربند ادامه پیدا کړي.