انالېنا بېربوک د اوکراين جګړه ځپلي ښار ته سفر کړی
۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۱۰ مه) د اوکراين لويدیځ ښار خارکيف ته سفر وکړ چېرې چې شديده جګړه روانه ده. هغه د آلمان د کابينې لومړۍ غړې ده چې دې جګړه ځپلې ښار ته سفر کوي.
نوموړی په خارکيف کې د روسیې د بريدونو غندنه وکړه او له اوکرايني وګړو سره یې د يووالي او د آلمان د ملاتړ هوډ څرګند کړ. د سفر په ترڅ کې له نوموړې سره د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديميترو کوليبا او په آلمان کې د اوکراين سفير اوليکسې ميکيوف هم مل ول.
د روسېې پوځ د لوړو تلفاتو په دليل تر سخت فشار لاندې دی
د سيمې ګورنر اوليه سنېهوبوف د تيلي ګرام په يوه پېغام کې ويلي دي چې د بېربوک تر سفر څو ساعته وروسته روسي ځواکونو پر خارکيف د هاوان شديد بريدونه وکړل. هغه د ښار اوسيدونکو ته په خپلو کورونو کې د پاتېدو لارښوونه کړې ده.
آلمان ولې له اوکراين سره مرسته کوي؟
بېربوک وويل چې خارکيف ته د سفر څخه هدف یې دا دی چې د جګړې په وضعيت ځان خبر کړي. په داسې حال کې چې د اوکراين فضايي حريم تړلی دی، نوموړې د پولند له لارې په اورګاډي کې اوکراين ته رسېدلې وه.
هغې وويل: «په تېره بيا غواړم دلته د ځايي اوسيدونکو خبرو ته غوږ شم چې په دې سخته سړه هوا کې ډېر اغیزمن دي، په دې ورځو او شپو کې چې د تودوخې درجه د شپې ترمنفي ۱۵ سانتي ګراد کښته کیږي.»
د دويچه ويله خبريال مکس زيندر هم له بېربوک سره مل وو. هغه وويل چې د آلمان د بهرنيو چارو وزېره غواړي چې د روسیې د بريدونو له کبله د «مهمو زيربناوې ويجاړيدو» ته پام را وګرځوي.
آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي
بېربوک د خپل سفر پر وخت د ماشومانو يوه روغتون ته هم ورغله او د ويجاړې شوې شمال لویدیځې سيمې سالتيوکا څخه یې هم ليدنه وکړه. خارکيف د روسیې په جنوب کې د کابو ۵۰ تر۶۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی.
بېربوک د خپل سفر په ترڅ کې «د نورو وسلو» تر څنګ اوکراين ته د جنراتورونو او د اړتيا نورو توکو لکه کمپلو د ورکړې ژمنه هم وکړه. هغې وويل چې اوکراين «د خپلو وګړو د آزادولو له پاره دې وسلو ته اړتيا لري چې تر اوسه د روسیې د اشغال د ترهګرۍ ښکار دي.»
د ليوپارد ۲ ټانکونو د ترلاسه کولو پر غوښتنه ټینګار
د آلمان د بهرنيو چارو وزېره کيف ته دا سفر تر هغه وروسته کوي چې برلين اوکراين ته د نورو درنو وسلو د ورکړې پريکړه وکړه. ځينو آلماني سياستوالو له حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې چې اوکراين ته دي ليوپارد ۲ جنګي ټانکونه ورکړل شي خو تر اوسه د آلمان حکومت دا ډول غوښتنه رد کړې ده.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديمیترو کوليبا د بېربوک د سفر په ترڅ کې د ليوپارد ۲ ټانکونو د ترلاسه کولو له پاره د فشار اچولو په موخه وويل «څومره چې دا پريکړه ځنډول کيږي، هومره به ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
زيلنسکي: روسيه غواړي په اوږدمهاله جګړې موږ وځپي
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «زه په دې کې هيڅ شک نه ګڼم چې اوکراين ته د آلمان جوړ ليوپارد ټانکونه ورکول کیږي. زما په آند د آلمان حکومت هم په دې پوهيږي چې دا پريکړه به کیږي او ټانکونه به اوکراين ته انتقاليږي.»
پر اوکراين د روسیې د يرغل له پېل راهېسې دا د بېربوک دریم سفر دی. هغې په می میاشت کې د کیف له بوچا سيمه څخه ليدنه کړې وه چېرې چې ملکيان قتل عام شوی وو. په سپتمبر مياشت کې نوموړې په دويم ځل کیف ته تللې وه.
ب. ص/ ن. ز (AFP,DPA)