انځورونه: آسیايي هیوادونه د واورې د پړانګانو د ژغورلو هڅه کوي
بیلا بیل آسیایي هیوادونه د واورې د پړانګانو د نسل د ژغورلو په هڅه کې دي. د ۱۲ هیوادونو استازي په قرغزستان کې راټول شوي وو چې د نایابه پړانګانو د ژغورلو په هکله سلا مشوې وکړي. افغانستان کې هم د واورې پړانګان شتون لري.
د ۱۲ آسیایي هیوادونو استازو په قرغزستان کې غونډه وکړه چې په کې د واورې د پړانګانو د ژغورلو پر سر ټینګار وشو.
د قرغزستان ولسمشر الماس بیګ اتمبایوف، د واروې د پړانګانو په هکله نړیوالې غونډې ته وویل: «د واورې د پړانګانو برخلیک زموږ په لاسونو کې دی.»
د هغو هیوادونو د استازو سربیره چې دغه پړانګان په کې ژوند کوي د نړۍ له نورو هیوادونو څخه د چاپيریال ساتنې تر ۲۰۰ زیات استازي په دغه نړیواله غونډه کې سره راټول شوي وو.
د واورې پړانګان په افغانستان، چین، هند، قزاقستان، مغولستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان کې موندل کیږي.
د دغه هیوادونو استازو په یاده غونډه کې د ۲۰۱۳م کال له اعلامیې څخه ملاتړ څرګند کړ. په دغه اعلامیه کې په سیمه کې د نایابه پړانګانو د ژغورلو په برخه کې پر همکارۍ او ملاتړ باندې ټینګار شوی دی.
د واورې پړانګان د افغانستان په غرونو کې هم ژوند کوي چې دغه نایابه نسل د غیر قانوني ښکار له ګواښ سره مخامخ دی. اوسمهال د افغانستان په شمول په ټولو هیوادونو کې د دغه پړانګانو پر ښکار بندیز وضع شوی دی.
په افغانستان کې د واورې پړانګانو ته د غیر قانوني ښکار سربیره جګړو هم سخت زیان اړولی دی. له دې کبله دغه پړانګان دې ته اړ شوي چې له خپل قلمرو څخه ووځي چې دا کار په خپله د هغوی د شمیر د کمیدو یو سبب دی.
اوسمهال په افغانستان او سیمه کې د واورې د پړانګانو د دقیق شمیر په هکله معلومات نه شته، خو په وروستیو کلونو کې د څیړنو ښوولې ده چې د دغه پړانګانو نسل د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی.
له ۲۰۰۰م کال راهیسې یوازې ښکاریان د دغه پړانګانو له پاره ګواښ نه دي، بلکې د اقلیم بدلون او د معدنونو د استخراج له کبله د لوړو غرونو د چاپیریالي سیستم له منځه تلل هم دوی ته یو ګواښ رامنځ ته کړی دی.