انځورونه: افغانان د کوچني اختر له پاره چمتووالی نیسي
یوه میاشت عبادت او روژه پای ته رسیږي او افغانان هم د نورو اسلامي هیوادونو په څیر د کوچني اختر درو ورځینیو مراسمو ته چمتوالی نیسي. خو ډیر شمیر افغانان بیا د ناامینو په اړه اندیښمن دي.
افغانانو تر یوې میاشتې روژه او عبادت وروسته، دغه مبارکه میاشت پای ته ورسوله.
د افغانستان په هرې برخې کې په بازارنو نو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده.
په هر اختر کې د افغانانو په څیرو کې خوښي لیدل کیږي خو هغوی بیا هم د امنیتي وضعیت په اړه اندیښمن وي.
افغان امنیتي ځواکونو د اختر په شپو او ورځو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
په ښارونو او بازارونو کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ډیر شوی دی ترڅو د یاغیانو له بریدونو څخه مخنیوي وکړي.
له دې کبله چې ډیر شمیر افغانان د اختر په شپو او ورځو کې بیلابیل توکي رانیسي نو په بازار کې د پیسو چرخش هم ډیریږي.
تر وړوکي اختر څو ورځې مخکې د وچې او تازه میوې بازار ډیر تود وي.
خیاطان خو بیا تر بل هر چا ډیر مصروفه وي. هغوی تر اختر یوه اوونۍ مخکې د ګڼډلو له پاره نوي کالي له خپلو مشتریانو نه اخلي.
د شیرني پخولو کارخاني د روژي له نیمایي څخه شپه او ورځ کار کوي چې په اختر کې د تقاضا لوړې کچې ته ځواب ووایي.
سلمانۍ هم یو له هغو ځایونو څخه وي چې په اختر کې په کې د خلکو ګنه ګوڼه ډیریږي.