انځورونه: د آلمان په بن ښار کې د ډبرو سکرو پر ضد مظاهرې
په بن ښار کې د اقليم نړيوال کنفرانس تر پيليدو د مخه، خلک د ډبرو سکرو د کارولو پر ضد واټونو ته راووتل. مونږ په دې اړه، د يو شمير مظاهره کونکو څخه د هغوي فردي انګيزې پوښتې دي.
د ځمکې د ژغورنې له پاره لا هم ناوخته نده
۸۰ کلنه هيلګاي وايي: « که د ځمکې د ژغورنې له پاره هڅې ونکړو، هيڅ کار هم مخته نه وړل کيږي. مونږ د ټولو هغو شيانو پر ضد يو چې اقليم ته زيان رسوي.»
د انرژي تغيير
پوهانيس د بادي بريښنا د توليد په شرکت کې کار کوي. هغه وايي: « د ډبرو سکاره په اصل کې ارزانه نه دي، بلکه په شديده توګه سبسايډي اخلي، خو د چاپيريال د ککړتيا او د اقليمي تغيراتو د لګښت محاسبه يې نکيږي. که موږ بيخي اقتصادي فکر وکړو، د بريښنا په توليد کې بادي او لمريزې مولدونه تر ټولو ارزانه لارې دي.»
له دولت څخه تمه
له بلجيم څخه راغلې د دغه ماشوم کورنۍ هم وايي: «اقليمي وضعه ښه نه ده، ځکه چې تمه تل په لمړي ځای کې قرار لري. دولت بايد د بريښنا د توليد سیستم ته بدلون ورکړي. خو داسې ښکاري چې تمې له دې نه مهمې دي، ځکه خو موږ دلته راغلي يو. موږ يو بدلون غواړو.»
د اقليم بدلون يو واقعيت
د اقيانوسیه اقليم د مبارزه کونکو له سازمان څخه يوزفزانه وويل: «مونږ غواړو ډاډمن شو چې د نن په شان حرکتونو له لارې، له هغه اقيانوسه څخه مو غږ خپور او واوريدل شي چې د اقليم د بدلون تجربه کوي».
د ماشومانو راتلونکې
په دې ځای کې يوه کورنۍ مظاهره کوي. د کورنۍ پلار ګريګور وايي: « زه هم مل شوم. زه په دې باور يم چې بايد د انرژۍ په توليد کې د بدلون راوستلو موضوع جدي ونيول شي. پرته له دې موږ نه شو کولاي د اقليم ساتنې له پاره، ټاکلي هدف ته ورسيږو». د کورنۍ مور وايي: « دا د ماشومانو له پاره ډیره اړينه ده. موږ بايد د اقليم د ژغورنې په برخه کې همدا نن لاس په کار شو، تر څو مو راتلونکې کې ماشومان له منځه نه وي تللي.»
ځوان فعالان
له دغو ځوان فعالانو څخه بويا وايي: « خلک باید کار وکړي، له همدې امله مې په مظاهره کې ګډون وکړ. تر ټولو مخکې باید ځوانان د لاس چاپ پورته يووسي. د لاس چاپ د چاپيريال ساتنې د سمبول او د پښې چاپ د ککړتيا د زياتيدو د مخنيوي په مانا ده. دا ډيره مهمه ده چې ځوانان باید فعاله شي. راتلونکی نسل د اقليم له اړخه ډير تاثير منونکی دی. مسئوليت زموږ په غاړه دی.»
هر څوک کولای شي کار وکړي
ايوا هم وايي: «موږ په قطعي توګه پوهيږو چې باید په دې برخه کې کار وکړو تر څو نړۍ کې يو بدلون راغلی وي. د اقليم له پاره هر څوک کولای شي کار وکړي، حتی په فردي توګه. دا په يو کوچني تصميم سره پيليږي؛ مثلا کله چې د يو خريد له پاره ځۍ او يا له يوې مظاهرې سره يو ځای کيږئ.» ليکونکې: کاتارينا ويکر/ ر.ش./ ک.ص