انځورونه: د افغان سرتیرو د عبادت او افطار مراسم
د افغانستان د ملي اردو سرتیري په لویو او کوچنیو قرارګاو، پوستو او د جګړې په لومړۍ لیکه کې هر ماښام ګډ افطار او عبادت کوي. په دې انځویز رپوټ کې په ۲۰۷ قول اردو کې د عسکرو د افطار د مراسمو انځورونه کتلای شئ:
د افغانستان د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو په هر یوه قرارګاه او مرکز کې د سرتیرو د عبادت له پاره یو جومات موجود دی.
د افغان ملي اردو سرتیري په قول اردو او نورو کوچنیو قرارګاو کې په جماعت سره لمونځ ادا کوي.
آشپزان د رمضان په میاشت کې (د روژه ماتي او پیشنمي په وخت کې ) د داسې خوراک او څښاک بندوبست کوي چې سرتیري د ورځې په جریان کې د امکان تر حده له لږې ولږې او تندې سره مخامخ شي.
د رمضان په میاشت کې سرتیرو ته په میوو کې هندوانه ورکول کیږي، ځکه هندوانه له تندې څخه مخنیوی کوي.
د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو سرتیرو ته په رمضان میاشت کې نسبتاً ښه خواړه برابریږي.
افغان سرتیري د رمضان په میاشت کې په ډله ییز ډول روژه ماتي، پيشنمي او عبادت څخه خوند اخلي.
یو شمیر هغه سرتیري چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې قرار لري، طبعیي ده چې د مرکزي قرارګان د پخلنځي له امکاناتو څخه برخمن نه دي.
در برخی از پوسته ها و خطوط مقدم جنگ در نقاط مختلف افغانستان سربازان با کمبود امکانات روبرو هستند.
چارواکي وایې چې هڅه کیږي د رمضان میاشتې د درناوي په خاطر او د دې له پاره چې سرتیري د عبادت کولو له پاره وخت ولري، د عملیاتو شمیر کم کړای شي.
د افغانستان د ملي اردو سرتیري او افسران په رمضان میاشت کې د قران عظیم الشان د ختم او تراویح لمونځو احتمام هم کوي.
سره له دي چې د ملي اردو سرتیري له خپل هیواد څخه د دفاع ترڅنګ هڅه کوي خپل عباداتونو ته په سمه توګه رسیدګي وکړي، خو مقابل لوری د دوی پر وړاندې جګړه جهاد بولي.