انځورونه: د بالکان پر لار مهاجر څه وايي؟
یو کال مخکي په سونو زره مهاجر د بالکان له لاري شمالي اروپا ته راغلل. اوس د هغوی شمیر راکم سوی دی. خو بیا هم ځیني کسان له دغي لاري څخه په قاچاقي توگه مهاجرت کوي. د دویچه ویله خبریال د هغوی له څو تنو سره لیدلي دي.
د تیښتي پر وخت ولادت
احمدو وینوس کیسه کوي:«زما شپږ میاشتي کیږي، چي په یونان کي اوسیږم. زما اولاد په ترکیه کي نړۍ ته راغی.» هغوی د سوريې د لاذقیقه ښار سره نژدې یوه کلي څخه دي او وايي، چي د روسي جنگي الوتکو په بمباریو کي یې هر څه له لاسه ورکړي دي.
لس کاله د تیښتي په حال کي
عبدلامیر ۴۹ کلن دی. دغه عراقي تیر لس کال په تیښته کي ژوند کړی دی. هغه د ۲۰۱۶ م کال په فبروري کي جرمني ته راورسیدی. دی وايي:«د یونان د یوې جزیرې سره د ساحلي ساتونکو یوه کښتی راښکاره سوه او موږ ټوله سخت وبیریدلو.»
«نورو غوندي جرمني ته غواړي»
۱۸ کلن پاکستانی «فرمان» په خندا سره وايي:«زه پرون د ترکیې له لاري بلغاريا ته ورسیدم. زه باید د نورو غوندي جرمني ته ورسیږم. جرمني ډیر ښایسته دی. زه داشپز په توگه کولای سم، ښه کار وکړم.»
«په هرډول چي کیږي، جرمني ته ځم»
۲۸ کلن پاکستانی«وسیم»،وايي:«زه درې واره له صربستان څخه بلغاريا ته استول سوی یم، خو زه به بیا هم کوښښ وکړم. په هرډول چي کیږي، جرمني ته ځم»
له چین څخه دوې کورنی
د بلغاریې د«پاستروگور» په کمپ کي اکثره د افغانستان او پاکستان ځوان مهاجرين اوسیږي. خو د چینايی مغلانو فقط دوې کورني هم په دغه کمپ کي دي. هغوی هم غواړي جرمني ته ولاړي سي. هغوی وايي:«دا چي موږ مغول یو، په چین کي اکثراً له منځه وړل کیږو.»
«جرمني ته ځم، چي ټکسي وچلوم»
دغه پاکستانی مهاجر وايي،چي له پاکستان څخه تر جرمني پوري قاچاقي تگ مي ۶۰۰۰ ډالره کیږي. علي(چپې خواته) ددوو اوونیو راهیسي د بلغاريا د«پاستروگور» په کمپ کي اوسیږي. دی وايي:«زه باید خپل ځان جرمني ته ورسوم. په پاکستان کي مي باید له کورنی سره د پیسو مرسته وکړم. زه کولای سم، ټکسي وچلوم.»
د مسلمانانو په منځ کي یو عیسوی
دغه ۲۲ کلن ایرانی وايي:«زه یو عیسوی یم او په کمپ کي مسلمانان ما تل توهینوي. زه فکر کوم، چی کولای سم په بلغاریا کي پاته سم. په هر صورت باید د نورو مذهبونو له پیروانو څخه وتښتم. هغوی مازهیروي.»
«ما بیرته واستوی»
دغه سړی(ښی اړخ ته) د بلغاریې «پاستروگور» د کمپ له آمر څخه غواړي:«ښاغلې! هیله ده ما پاکستان ته ډیپورت کړی.» دی غواړي ، خپلو اولادونو ته ولاړ سي. ځکه چي ډیره ناروغه دی. دی یوازي ناجوړه نه دی، بلکي ځیني افغانان هم او غواړي بیرته افغانستان ته ولاړ سي.»
د پولیسو لخوا وهل ټکول
پاکستانی «هورام» له څو ورځو راهیسي د صربستان د«سبوتیچا» په کمپ کي اوسییږي. هغه څو واره هڅه وکړه، چي د هنگري له سرحد څخه تیر سي. دی وايي، چي هلته پولیسو وهلی ټکولی دی.
د ایټالیا پر لور د لاري بدلون
«عمر چیداد» له یوولسو میاشتو راهیسي په تیښته کي دی. په دې منځ کي دغه ۲۳ کلن پاکستانی ځوان صربستان ته رسیدلی دی او غواړي ایټالیا ته ولاړ سي. دی هیله مند دی،چي هلته به یې ډیر ژر پناه قبوله سي.
بیرته تگ ته هیله مندي
د هنگری- صربستان په سرحد کي دغه سوريايي ځوان وايي:«زما دوې اوونۍ کیږي، چي په «کلبیجه» کي یم او هیله مند یم، چي ډیر ژر په هنگري کي د پناه غوښتنه وکړم. که په سوريه کي جنگ خلاص سي، غواړم خپل ټاټوبي ته ولاړ سم. زه دلته، زړه می هلته.»
«میرکل موږ دعوت کړي یو»
ښايي د قاچاقبرانو د اوازو تأثیر وي چي دغه افغان مهاجر وايي:«میرمن میرکل موږ دعوت کړي یو؟» دی چي له یوې اوونی راهیسي د هنگری- صربستان د سرحد په ترانزیټی سیمه کي بند پاته دی، اضافه کوي: «میرکل موږ ټول دعوت کړي یو اواوس؟ اوس سرحدونه تړل سوي دي،نو ولي؟»