انځورونه: د نړۍ په تر ټولو ګرمه او وچه سيمه کې ژوند
اوسمهال په سنیګال کې ماتام د نړۍ په کچه ترټولو تاوده سیمه ګڼل کیږي. سختې ګرمۍ او د اوبو کمښت په دې سیمه کې د فولاني کوچیانو لپاره چې له مخکې په ناوړه وضعیت کې ول، ژوند سخت کړی.
په جومات کې ځان سوړ ساتل
په سنیګال کې د ماتام ښار اوسېدونکي ددې لپاره چې لږ تر یخې هوا لاندې اووسي، جومات ته ځي. ددې اوسیدونکي ډيری مسلمانان ددغه هېواد په شمال ختیځ کې تر یوې ثابتې ګرمۍ لاندې ژوند کوي. په دې سیمه کې د تودوخې درجه تر سیوري لاندې ۴۸ خو تر لمر لاندې ۵۰ درجو ته رسیږي. دا سیمه له اپریل میاشتې وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو تاوده سیمه ګڼل کیږي.
له کوره یواځې د لمانځه لپاره راوتل
په ځانګړې توګه د ویوبایرو دیانکا په څېر د لوړ عمر لرونکو کسانو لپاره سخته ګرمي د زړه او تنفسي ناروغیو خطر له ځان سره لري. هغه د ورځې په اوږدو کې له تودوخې د ځان ساتلو په موخه په خونه کې پاتې کیږي او یواځې کله نا کله جومات او لمانځه ته د تلو لپاره له کوره وځي.
شپې هم تاودې دي
په کورونو کې ډېری خلک نه شي کولای چې له سختۍ ګرمۍ ځان وساتي، ځکه هغوی د برېښنا له کمښت سره مخامخ دي او نه شي کولای بادپکه وکاروي، د هوا یخولو دستګاوې خو لا لرې خبره ده. د شپې پرمهال هم د هوا تودوخه د سانتي ګراډ په کچه ۳۵ درجې وي.
د اوبو په لټه کې
دې سختې ګرمۍ په ځانګړې توګه د ماتام لرې پرته سیمه سخته اغېزمنه کړې. فولاني کوچیان په دودیز ډول خپل مالونه له ساحلي وچو دښتو څخه هغو سیمو ته لېږدوي چې لاهم لږ اوبه لري. فولاني کوچیان نن ورځ په غالب ګومان سره په همدې سیمو کې هستوګن شوي دي. خو ډاډمنو د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
په سوځېدونکې ګرمۍ کې تږي څاروي
سختې ګرمۍ اوبو ته د څارويو اړتیا دوه چنده کړې. په ماتام کې یوه میږه په ورځني ډول معمولا دوه نیم لېتره اوبه څښي. خو په هغو میاشتو کې چې ګرمي ريکارډ کچې ته لوړيږي، په ورځني ډول د هرې میږې د اوبو اړتیا ۵ لیترو ته لوړیږي. په دې سیمه کې چې یواځې د کال په څو میاشتو کې اورښت کیږي، د څښلو پاکې اوبه یو ارزښتمن او لږ پیدا کېدونکی توکی دی.
د اوبو موندلو لپاره وروستی هڅې
په دې سیمه کې د اوبو موندل هره ورځ سختیږي. بزګران اړ دي چې د ورځې څو واره پلي یا د کچرو په واسطه د خپلې کورنۍ او مالونو د اړتیا وړ اوبه چمتو کړي، ځینې خلک اړ دي چې تر سوځېدونکي لمر لاندې تر ۲۰ کیلومترو لار ووهي چې د اوبو سرچینې ته ورسیږي.
د اوبو د نلونو پرځای د کندو کېندل
په نوامبر کې د اورښتونو د موسم تر پای ته رسېدو وروسته جهیلونه او طبعي سیندونه وچیږي. لرو پرتو سیمو کې طبعي سیندونو ته څېرمه د اوبو لپاره د کندو کېندل د اوبو د زیرمه کولو یواځینی لار ده. د دوبي موسم کې پاکې اوبه په ندرت سره موندل کیږي.
کیفیت اړین نه دی، خو چې یواځې اوبه وي
د فولاني ډیری خلک له څاګانو پرته د اوبو لپاره بله چاره نه لري، توپير نه کوي چې دا اوبه په کومه اندازه ککړې دي. «د لوی شنه دېوال پروژه» چې ټاکل شوې په سنګال کې د ساحل سیمې له هېوادونو د پراخو ونو په کېنولو سره له بیاباني کېدو څخه ساتنه وکړي، خو تراوسه یې په ماتام سیمه کې هیڅ مثبت اغیز نه دی کړی.