انځورونه: ویجاړ شوی مسجد او کتار قبرونه
په کابل کې پر «امام زمان» مسجد د برید ځیني قربانیان د همدغه مسجد په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول. زیاتره قربانیانې لمونځ کوونکې ښځې وي. یاغیانو ځینې کسان د چړو په ګوزارونه وژلي وو.
د قبرونو کتار
په کابل کې د امام زمان، مسجد باندې د تر سره شوي برید زیاتره قربانیان د همدغه مسجد په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول.
د ویر په ټغر ناستې کورنۍ
د وژل شوو کسانو خپلوانو، د قربانیانو جسدونه مسجد ته ولیږدول، څو د دغه مسجد په انګړ کې دفن شي.
زیاتره قربانیان ښځې وې
د وژل شوو کسانو خپلوانو ویلي دي چې د دغې پیښې زیاتره قربانیان ښځې وې، ځکه چې هغوی د مسجد په دوهم پوړ کې وې. ترهګرو لومړی هم دغه پوړ ته ورغلل او هلته یې موضع ونیوله.
د قربانیانو شمیر څومره دی؟
د ۲۲ کسانو د جنازې لمونځ په مسجد کې وشو او بیا د مسجد په انګړ کې خاورو ته وسپارل شول. چارواکي د ۲۸ کسانو د وژل کیدو او لږ تر لږه د ۵۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکوي، خو عیني شاهدان بیا د ډیر شمیر کسانو د مرګ ژوبلې خبره کوي.
د چړو ګوزارونه
د وژل شوو کسانو خپلوان وایي چې د ځینو قربانیانو پر جسدونو د چړو د ګوزارونه نښې لیدل شوي او داسې بریښي لکه چې د ترهګرو مرمۍ ختمي شوي وي، نو خلک یې د چړو پر ګوزارونو وژلي دي.
مذهبي تفرقه
د پيښې د قربانیانو خپلوان وایي چې د دې اجازه به ور نه کړي چې ترهګر د هغوی د خپلوانو له وینې د شعیه او سني مذهبه مسلمانانو تر منځ د مذهبي تفرقې د رامنځ ته کولو له پاره کار واخلي.
د قران سوځیدلي نسخې
د تیرې ورځې په برید کې د قران شریف ډیر شمیر نسخې سوځیدلي دي. د خلکو په خبره په افغانستان کې څو وارې د قران شریف د نسخو د سویځیدو د ګونګوسي له کبله احتجاجونه شوي دي. خو په خبره یې د ترهګرو له لوري د مسجدونو او د مسلمانانو د مقدس کتاب د سوځولو په اړه چا غبرګون نه دی ښوولی.
لوڅې پښې تیښته
کابل کې د شیعه مذهبه مسلمانانو د مسجد پر لمونځ کوونکو باندې د برید وروسته، ډیر کسان پښې ابله تښتیدلي دي. د دغو بوټانو او څپلیو ځیني خاوندان د پيښې قربانیان دي. د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی او ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.