انځورونه: په آسیا کې د ۲۰۱۵م کال مهمي پېښي
د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له خبر څخه نیولې بیا په میانمار کې د آنگ سان سوچي گوند تر تاریخي بریا پورې. ۲۰۱۵م کال د آسیا له پاره د ډیرو پیښو سره مل یو کال وو. انځوریز رپوټ
د جنورۍ دېرشمه: په پاکستان کې پر شعیه گانو ترهگر بريد
د ۲۰۱۵م کال پيل د پاکستان له پاره چندان ښه نه وو. د پاکستان د سویلي ایالت سند په شکارپور ښار کې د شعیه گانو پر یو مسجد برید وشو. په دغه ترهگر برید کې تر ۶۰ ډیر انسانان ووژل شول. د دغه برید مسئولیت افراطي اسلامپالې ډلې جندالله پر غاړه واخیست.
د اپریل اتلسمه: په افغانستان کې د داعش لومړی برید
په جلال آباد ښار کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې ۳۰ ملکي وکړي ووژل شول. د دا ډول بریدونو تر سره کیدل په افغانستان کې کومه نوې خبره نه وه، خو د دې برید ځانگړینه په دې کې وه چې په منځي ختیځ کې فعالي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په دغه برید کې لاس درلود.
د اپریل ۲۵: د نیپال زلزله
په دغه هیمالیایي هیواد کې ۷،۸ درجې زلزلې د دغه هیواد ځيني ښارونه او کلي له خاورو سره خاورې کړل. پلازمېنې کټمنډو ته هم ډیر زیان ورسید. که له یوې خوا د دغې زلزلې له امله نږدې ۹۰۰۰ انسانان ووژل سول، له بلې خوا په نیپال کې موجود کلتوري میراث هم ډیره صدمه ولیدله.
د جولای ۱۴: د ایران او نوري نړۍ تر منځ اټومي تړون
له اوږدې مودې راهیسې د ایران او لویدیځ تر منځ د اټومې وسلو پر سر شخړه روانه وه، خو په ويانا کې د ایران او نوري نړۍ د ۱+۵ هیوادونو تر منځ په دې اړه یو تاریخي تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې به ایران په خپل اتومي پروگرام کې کمښت راولي او په بدل کې به یې د نړیوالو له خوا پر دغه هیواد لگول شوې بندیزونه لیري شي.
د جولای ۲۹: د ملا عمر مړینه تائيد شوه
په تيرو څورلسو کلونو کې څو واري د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړیني خبرونه خپاره سوي. خو د جولای پر ۲۹ طالبانو او پاکستاني استخباراتي ادارو د ملاعمر مړینه تائيد کړه چي وروسته نو دا خبر رشتيا سو.
د اگست۱۷: په تایلنډ کې بمي چاودنه
په تایلنډ کې د یوه بمي برید په ترڅ کې ۲۰ تنه ووژل شول او د ۱۲۰ په شاوخوا کې ټپان شول. دغه چاودنه یوه مشهور درمسال ایراوان، ته نږدې د خریدارۍ په یوه مرکز کې وشوه. د تایلنډ چارواکي ویره لري چې آیا په چین کې مسلمان اقلیت ایغور خو به په دغه برید کې لاس نه لاره؟
د اکتوبر ۱۵: له افغانستانه د امریکایې ځواک وتل
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په غیر مترقبه توگه اعلان وکړ چې هغه تر ۲۰۱۷م کاله پورې له افغانستان څخه د ناټو د ټولو ځواکونو د وتلو پریکړه بدله کړې ده. د دې پریکړې دلیل د کندوز پر ښار د طالبانو موقتي کنترول او د دغي ډلې بیرته فعالیدل ښودل شوی.
د اکتوبر ۲۹: په چین کې د دوو ماشومانو زیږونې اجازه
د چین کمونيستې حکومت له ۳۶ کلونو راهیسې په دغه هیواد کې عملي کیدونکي پالیسۍ «یوه کورنۍ یو ماشوم» زیږوني په برخه کې نرمي راوستله او مېړه او ماينې ته یې د دوو ماشونومانو د زیږوني اجازه ورکړه. کارپوهان د دې پریکړي دلیل په چین کې د پاخه عمر کسانو ډېرښت ښيي.
د نوامبر اتمه: په میانمار کې د جمهوریت بریا
لکه څرنگه چې تمه کیدله په میانمار کې د جمهوریت غوښتونکي گوند (نیشنل لیگ فار دیموکراسي) مشري په تاکنو کې مطلق اکثریت ترلاسه کړ. په دې توگه په دغه هیواد کې له څو لسیزو راهیسې د پوځ واکمنۍ کرار کرار پای ته رسولو له پاره یو نوې مسیر ورکړل شو.