انځورونه: په خيبر پښتونخوا کي رامنځ ته شوي زیانونه
د یکشنبې په ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز او شا او خوا سیمو کې تیز باران او طوفان سخت مالي او زیاني تاوانونه اړولي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور او شا او خوا سیمو کې د یکشنبې په ورځ سخت باران او طوفان رامنځ ته شو. د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې هم سخت باران وشو.
په راولپنډۍ ښار کې یو ماشوم له باران څخه د خوندي پاتېدو په هڅه کې دی.
په پيښور کې یوې کورنۍ د خپل نړیدلي کور د پاته شوو په راټولو بوخت دي. د یکشنبې په ماښام سختو ورښتونو فصلونو او باغونو ته هم سخت زیان اړولی دی.
د سختو ورښتونو له کبله وني رالویدلي او د کورونو چتونه یې نړولي دي. د خیبر پښتونخوا له طبیعي آفاتو سره د مبارزي د ایالتي چارواکو په وینا د دغه کوچني طوفان سرعت په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومترو ته رسیدی.
د چارواکو په وینا د طوفان او سیلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۴۴ انسانان وژل شوي دي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د دوشنبې په ورځ په پيښور کې د طوفان له کبله د وژل شوو کسانو د جنازې مراسم هم تر سره شول.
د ژغورنې هڅې پیل شوي دي. د پاکستان د پوځ عسکر هم د ژغورونو په چارو کې ونډه لري. اوس هم د نړیدلو کورنیو تر خرابیو لاندې د پاته شوو کسانو لټون ادامه لري.
پاکستاني چارواکو دغه طوفان د کوچني گرد بادونو په کتگورۍ کې شامل کړی دی. پر سخت باد او تیز باران سربیره سختي ږلۍ هم اوریدلي دي.