انځوريز البوم: آلمانان پر سپيانو او نورو کورنيو حیواناتو په ميلياردو يورو مصرفوي
په زياتو کلتونورو کي د سپي، پيشۍ او ورته کورني حيواناتو د ساتلو دود زيات دی. خو ښايي پر آلمانانو خپل کورني حيوانان تر بل هر چا ډېر ګران وي، دا چي ولي دلته يې لوستلای سئ:
د ميلياردونو يورو مصارف
که د ګرانښت اندازه لګول د مصرف سوو پيسو په مرسته ممکنه وای، نو بيا ښايي پر آلمانانو خپل کورني حیوانان زښت زيات ګران وي. د کورنيو حيوانانو د ځانګړي اتحاديې د معلوماتو پر اساس آلمانانو په ۲۰۱۹ کال د کورني حيوانانو د خوراک، د حيوانانو د لوبو د سامان او ورته څيزونو له پاره ۵ مليارده يورو (پنځه زره مليونه يورو) مصرف کړي دي.
آنلاين د خوړو خريداري زياته سوې
د کورني حيوانانو د خوراک او نورو سامان خرڅوونکي سيکتور سږ کال ۴،۳۲۵ مليارده يورو فروخت کړی چي د تېر کال په پرتله پکښي د ۲،۴ سلنې زياتوالی راغلی دی. نژدې د ۷۰،۵ مليونو يورو خريدارۍ د انټرنټ له لاري سوي او د آنلاين خريد دغه تمايل مخ په زياتېدو دی.
د آزادو مرغانو مراقبت هم کيږي
آلمانانو د خپلو کورنيو حيوانانو له پاره د خريداري تر څنګ د ځنګلي يا آزادو مرغانو له پاره په خوراک او دانه رانيولو هم شاوخوا ۱۲۵ يورو مصرف کړي دي. دغه مرغان په هغو ځنګلونو کي چيري چي انسانان چکر وهي او يا د ښارونو دننه په پارکونو کي هم ژوند کوي.
پيشو پر لومړي مقام
آلمانان تر ټولو زياتي پيسې د پيشوګانو د خوراک له پاره مصرفوي. دغه کلني مصارف تر ۱،۶ ملياردو يورو زيات دي. په آلمان کي تر ټولو زيات محبوب کورنی حيوانان پيشي ده. په آلماني کورونو کي په ټوليزه توګه نژدې ۱۵ مليونه پيشوګانې ساتل کيږي. دا يو مراعت ګڼل کيږي چي آلمانان د پيشوګانو ساتلو له کبله کومه ماليه نه ورکوي.
سپي پر دويم مقام
آلمانان هر کال نژدې ۱،۵ میليارده يورو د سپيانو پر خوراک مصرفوي. په اړونده دوکانونو کي د سپي له پاره د لوبو او نور سامان د رانيونې دود هم مخ په زياتېدو دی. په آلمان کي تر ۱۰ ميليونو څخه زيات کورني سپي ساتل کيږي. دا چي د سپي ساتونکي بايد دولت ته د سپي ماليه هم ورکړي، نو د پيشيانو په پرتله سپيان په دقيقه توګه شمېرل کيږي.
څو ځانګړي حيوانات
د سپيانو او پيشيانو تر څنګ په آلمان کي نژدې ۵ مليونه نور بېل ډول کورني حيوانان ساتل کيږي. که مرغان، کبان او په ګلاس کي ساتل کېدونکي نور کوچني حيوانان هم حساب کړل سي نو د آلمان په نژدې ۴۵ سلنه کورنيو کي يو نه يو حيوانان خامخا موجود وي.