انځوریز رپوټ: د بل هر هیواد پرتله هند کې د ښځینه پیلوټانو شمیر لوړ دی
هند د نړۍ هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر ښځینه پيلوټانې فارغوي. نور جزئیات په دې انځوریز راپور کې لوستلی شئ:
د هند د هوا نوردۍ د لومړني سوداګریز شرکت (انډین ایئرلائنز) چې وروسته بیا په (ائیر انډیا) بدل شو، لومړنی ښځينه پیلوټه دُربا بینرجي، نومیده چې په ۱۹۶۶ م کال کې یې دغه ویاړ ترلاسه کړی و.
په دغه انځور کې کپتانه زویا اګروال له فرانسې خبري آژانس سره د یوې مرکې پر مهال لیدل کیږي. که څه هم هند په نړیواله کچه د ښځینه پیلوټانو په برخه کې تر ټولو لوړ شمیر لري، خو زویا اګروال وایي کله به یې چې خپلې مور ته ویل غواړي په هوا کې پرواز وکړي، نو هغې به ورته په ځواب کې ویل چې له یوه مناسب هلک سره واده کولو ته انتظار وباسه.
د هند د هوایي ځواکونو یوه افسره نوي ډهلي ته نږدې په هیندون هوایې اډه کې د هند د هوایي ځواکونو ورځې په پوځي پریټ کې د دغه هیواد د هوایي ځواکونو یوه قطعه رهبري کوي. انځور د ۲۰۱۵ کال د اګست میاشتې دی.
د ۲۰۲۱م کال شمیرې ښيې چې د هند په ټولو تجارتي پروازونو کې د ښځینه پیلوټانو شمیر ۱۲،۴ سنله و، دا په داسې حال کې ده چې په المان کې بیا د ښځینه پيلوټانو شمیر یوازې ۶،۹ سلنې ته رسیږي. دغه شمیر د هوا نوردۍ له تر ۱۰۰ ډیرو شرکتونو څخه ترلاسه شوي دي.
یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه د سارنګ په نامه نوې فارغې شوې پیلوټې ته مبارکي ورکوي.
دا چې ولې په هند کې دومره ډیرې ښځې پيلوټانې کیږي؟ د دې پوښتنې ځواب دوو هندي ښځو ورکړی دی چې د څو لسیزو څخه الوتکو ته پرواز ورکوي. د دوی په خبره د ښځینه پیلوټانو د زیاتوالي دلایل تر یوې اندازې د مالي امکاناتو، بورسونو او د کورنیو د پراخیدو ملاتړ پورې اړه لري.
په دغه سویل آسیایي هیواد کې د ښځو له پاره ژوند کول آسانه نه دي او د هلکانو په پرتله ډیرې نجونې خپلې زده کړې په نیمايي کې پریږدي. خو سره له دې ټولو ستونزو په دغه هیواد کې د ښځینه پیلوتانو شمیر ډیر لوړ دی.
د ائیر انډیا په نامه د هند د هوا نوردۍ د دولتي شرکت څو تنه پیلوټانې د ښځو د نړیوالې ورځې د مراسمو لمانځلو پر مهال لیدل کیږي. انځور د ۲۰۱۷ م کال د مارچ میاشتې د ۷ نیټې دی.
په دغه ګراف کې د هند د هوا نوردۍ په مختلفو شرکتونو کې د ښځینه پيلوټانو د شمیر سلنه ښودل شوې ده.