اورلګيدنې د آلمان براندنبورګ ویجاړ کړی دی
د آلمان په براندنبورګ کې برلين ته نږدې د يوتربوګ د عسکرو د تمرين په ځای کې له يوې اوونۍ راهيسې لګيدلی اور لا نه دی خاموشه کړل شوی. د دود تورې وريځې په ۳۰ کيليومتره لیرې پرتو سيمو کې هم ليدل کيږي. اور ډېر زيان اړولی دی.
د اور د خاموشه کولو هڅې
يوتر بورګ کې د عسکرو د تمرين ځای په ځنګله کې د می مياشتې له ۳۱مې نیټې راهېسې اور لګيدلی دی. د اونۍ په پېل کې بادونو د اور لمبو ته چې خاموشه کیدو ته نږدې، بيرته زور ورکړ. د اطفايي ۲۵ موټر او ۹۰ کارکوونکي شپه او ورځ د اور د خاموشه کولو هڅه کوي. د پنجشنبې په ورځ له څرخي الوتکو څخه هم کار واخيستل شو.
د ځنګله هديره
يوازې په پس منظر کې سړی د ونو شنې څوکې ويني. د اور لمبو ځنګل په سپیره دښته بدل کړی دی چې ښاخونه او د تنې پکې تر څو ټنه ايرو لاندې پراته دي. د يوتربوګ ښاروالۍ چارواکو په حواله تر اوسه د اور لمبو ۶۵۶ هکتاره ځنګل له منځه وړی دی.
د اور خاموشه کولو ستونزمن کار
د چهار شنبې په ورځ څرخي الوتکو کابو ۹۰ زره ليتره اوبه پر اور وپاشلې. خو د اور ګل کول ستوزمن ثابتيږي ځکه په دې ساحه کې مرمۍ شتون لري. د اطفايې عمله د ځنګله ساحې ته د داخيدو اجازه نه لري، بلکې يوازې پر نخښه کړل شويو لارو باید پاته شي.
«اور له کنتروله وتلی نه دی»
د اور لګيدنې څخه د ژغورنې د دهليزونو په مرسته نورو ساحو ته د اور لمبو د پراخيدو د مخنيوي هڅه کیږي. له دوشنبې ورځې راهېسې په هدفمنه توګه د کاج ونې پرې کیږي. د براندنبورګ ایالت د طبيعي ساحو د موسسې د معلوماتو په حواله «وضعيت له کنتروله نه دی وتلی.»
د اندازه ګيرۍ د يوه ډرون انځورونه د اور لګيدو ساحه يا نغری او د دود وريځ له پاسه ښکاره کوي. د عکسونو له لارې د اور د پراخيدو په هکله معلومات ترلاسه کيږي. دا عکسونه همدا راز د هوا له لارې د اور په خاموشه کولو کې مرسته کوي چې دا په تيره بيا بهرنيو څنډو ته د اور لمبو د رسیدو د مخنيوي زمينه برابروي.
مهم خبره یې د خپريدو مخنيوی دی
د هوا له لارې د اور کنترولول په تېره بيا د اور د شدت په کمولو کې مرسته کوي. د طبيعو ساحو د موسسې مشر اندرياس مايسن د اور وژنې د ستراتيژۍ په تشريح کولو سره وايي: «په مرکزي برخه کې اور زياتره وخت پر خپل حال پريښوول کیږي.» اطفاييه د اوبو په پاشلو سره هڅه کوي د اور د پراخیدو لارې لندې وساتي څو اور نورو سيمو ته خپور نه شي.
د دود سیوری
د اور لګېدنې له ساحې څخه د دود وريځو لمر پټ کړی دی او خپل سيوری یې رامنځته کړی دی. دود تر ۳۰ کیلومتره لیرې ساحې پورې د برلين ښار تر څنډو پورې ليدل کیږي. د پنجشنبې په ورځ د براندنبورګ اطفايي وويل چې د پوتسدم او شا او خوا ښارونو اوسیدونکو د دود بوی احساس کړی وو او له دې کبله یې د بيړنۍ مرستې چارواکي خبر کړي ول.
پام وکړئ، ژوند ته مو خطر پیښيدلای شي!
د براندنبورګ ايالت په ډېرو برخو کې د مګړۍ د تودوخې د لوړې درجې او وچوالۍ له کبله د ځنګل د اور اخيستنې خطر لوړ دی. د يوتربوګ د ښاروالۍ د معلوماتو په حواله به د اور خاموشه کولو چارې لا څو ورځې دوام پيدا کړي. د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د عسکرو د تمرين په ساحه کې چې د جون له پنځمې نيټې راهېسې ورته ورتلل منع دي، يو شمير مرمۍ هم چاودلي دي.