ايران پر ۲۴ امريکايانو بنديزونه ولګول
۱۴۰۱ فروردین ۲۱, یکشنبهايران ويلي دي چي د امریکا د متحده ايالاتو د پخواني لوی درستيز جورج کېسي او د پخواني ولسمشر دونلد ترمپ د مدافع وکيل رودي جولياني په شمول يې تر ۲۴ څخه پر زياتو امريکايانو بنديزونه لګولي دي.
تقريبا ټول هغه کسان چي د ايران له خوا ورباندي بنديز لګول سوی دی، د ترمپ د هغې ادارې چارواکي دي چي پر ايراني چارواکو، سياستوالو او شرکتونو يې بنديزونه لګولي ول. ترمپ خپل هيواد له هغه تړون څخه هم وايست چي د ايران د اټومي پروګرام پر سر د نړيوالو قدرتونو او ايران تر منځ سوی ؤ.
د ځايي رسنيو له خوا د ايران د باندنيو چارو د وزارت اعلاميه خپره سوې ده چي پکښي د هغو امريکايانو نومونه راغلي دي چي ورباندي بنديزونه لګول سوي دي. په دغو امريکايانو کي تجاران او سياستوال هم شامل دي. په اعلاميه کي پر دغو کسانو د «ايران پر ضد د ترهګرو اعمالو» او «د اسرائيل له خوا په سيمه کي د فلسطينيانو پر ضد جابرانه اعمالو» کي د ملاتړ تورونه لګول سوي دي.
د ايران او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د غير مستقيمو خبرو اترو له پېل څخه يولس مياشتي وروسته دغه خبري اتري د ځنډ سره مخامخ سوي دي.
د ايران له خوا لګول سوو بنديزونو په ترڅ کي ايراني چارواکو ته اختيار ورکول سوی دی چي په ايران کي دننه د دغو امريکايانو شمتنۍ واخلي. خو دا چي په ايران کي د امريکايانو دا ډول شمتنۍ نسته، نو د ايران له خوا د دا ډول بنديزونو لګول کېدل يو سمبوليک عمل بلل کيږي.
ايران د جنورۍ په مياشت په ورته يوه اعلاميه کي پر ۵۱ امريکايانو په ۲۰۲۰ کال د بې پلوټه الوتکي په بريد کي په عراق کي د ايراني جنرال قاسم سليماني د وژني په تړاو بنديزونه لګولي ول. دغه هيواد تېر کال پر ترمپ او يو شمير لوړپوړو امريکايي چارواکو هم بنديزونه لګولي ول.
آ./ا.ا./ن.ص.