ايکسو مارس: په مريخ کې په ژوند پسې لټون
په انتظار کې
دغه روسي پروتون توغندی پلټونکې وسيله مريخ ته وړي. توغندی په قزاقستان کې پورته کيږي. ايکسو مارس د اروپا د فضايي ادارې ايسا او روسي فضايي ادارې روسکوسموس ګډه پروژه ده. امريکايي ناسا يو څو کاله مخکې د مالي ستونزو له کبله له پروژې ووتله.
د سيارو مناسب موقعيت
د پلټونکې وسيلې دغه سفر تقريبا اوو مياشتې دوام کوي. دغه سفر اصلا لا اوږد دی، خو دا مهال ځمکه او مريخ يو بل ته ډېر نژدې دي. دا حالت هر دوه کاله وي چې څېړونکي ورڅخه ګټه اخلي.
ستونزمن مانوور
پلټونکې وسيله له دوو برخو جوړه ده: د فضا پلټونکی واحد «تريس ګېز اوربيتر» کين اړخ ته او ازمايښتي کوزېدونکې پلټونکې وسيله «شياپارېلي». مريخ ته تر رسېدو لږ د مخه اوربيتر يعنې فضايي پلټونکی واحد له کوزېدونکي سطحي پلټونکي واحد څخه جلا کيږي.
اوس کوزېدل شروع کيږي
تر جلا کېدنې وروسته فضا پلټونکې وسيله د مريخ په مدار کې راڅرخي. کوزېدونکې وسيله چې شياپارېلي بلل کيږي، د مريخ فضا ته ورننوځي چې ټاکل شوې ده پر سطح باندې يې کوزه شي. دا کار د اکتوبر مياشتې له پاره پلان شوی دی.
کوزېدنه خورا ننګونکې ده
کوزېدونکې وسيله په ثانيه کې د ۵،۸ کيلومترو په سرعت د مريخ فضا ته ورننوځي. دا د توپک د ګلولې په نسبت اته برابره چټک سرعت دی. يو لوی پراشوت بيا د ۶۰۰ کيلوګرامه وزن لرونکې وسيلې چټکتيا کلاروي. توغنديز انجينونه هغه بيا د مريخ د سطحې دوه متره د پاسه دروي. کله چې انجين ګل شي، نو شياپارېلي د مريخ سطحې ته لويږي.
لنډ ماموريت
ټاکل شوې ده چې شياپارېلي به څلور ورځې د مريخ پر سطحې هر ډول معلومات او ارقام راغونډ کړي. بيا به يې بيټري ضعيفه او ماموريت پای ته ورسيږي.
وار په وار څرخېدل
په دې ترڅ کې اوربيتر يعنې فضايي وسيله څرخي راڅرخي. د سپېکترومتر او رنګ پېژندونکو کمرو په واسطه به د مريخ اتموسفېر د پخوا په پرتله لا دقيق وپلټل شي. څېړونکي په تېره هڅه کوي چې د مېتان ګاز نخښې نښانې ومومي.
په ژوند پسې لټون
اروپايي او روسي ساينسپوهان د پلټونکو وسيلو ټول معلومات او ارقام څېړي او په دې ترتيب پيدا کوي چې د يو موټر د کوزېدو له پاره مناسب ځای به چېرته وي. دغه موټر به په ۲۰۱۸ م کال کې مريخ ته واستول شي د دې له پاره چې د مېتان نخښې نښانې پيدا کړي. دغه ګاز پر ژونديو موجوداتو دلالت کوي.
د ايکسو مارس ګاډی يا موټر
دغه ګاډی به يو اوږد برمه لرونکی بازو ولري چې په مرسته يې د مريخ په سطح کې تر دوه متره ژوروالي پورې د ژوند په نخښو نښانو پسې لټون کولای شي. تر اوسه پورې دغسې برمو يوازې يو څو سانتي متره ژور د کيندنې وړتيا لرله.