اپل د آیفون او ځيرک ساعتونو نوی نسل معرفي کړ
۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبهد آیفون پخواني ماډلونو خپل ځانګړې چارجرونه درلودل، خو تېر کال اروپایي ټولنه داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې بايد ټول موبایلونه یو اس بي - سي (USB-C) چارجرونه ولري.
د اپل شرکت د سه شنبه په ورځ نوي آیفونونه معرفي کړل چې په یو اس بي - سي چارجرو چارج کېږي. د آیفون پخواني ماډلونه یوازې په «لایتنینګ» ځانګړو چارجرونو چارج کېدل.
اروپایي ټولنې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې داسې قانون تصویب کړ چې د موبایل ټول تولید کوونکي شرکتونه اړ کوي ترڅو د ۲۰۲۴ کال تر آخره پورې داسې موبایلونه تولید کړي چې له سي ډوله یو اس بي کیبلونو سره چارج شي. اروپایي ټولنې انګېرل چې له دې کار سره به له الکترونیکي ضایعاتو مخنیوی وکړي او د مصرف کوونکو لګښت هم کمېږي.
په دې ترتیب سره اپل خپل نوی آیفون د اروپایي ټولنې له قانون سره سم تولید کړی دی.
په آیفون ۱۵ کې کوم شیان نوي دي؟
د اپل شرکت د آیفون د بازارموندنې څانګې مرستیال کایان درانس، د نوي آیفون د معرفي کولو په غونډه کې وویل: «د یو اس بي - سي چارج په یو نړیوال معيار بدل شوی دی. له دې کبله موږ آیفون ۱۵ له یواس بي - سي سره تولید کړل.» تر دې مخکې د اپل شرکت داسې استدلال کاوه چې د آیفون لپاره د «لایتنینګ» ځانګړی چارجر تر یو اس بي - سي خوندي دی. اپل همدارنګه ویلي چې آیفون ۱۵ داسې داخلي قطعې لري چې په اسانۍ سره د ترمیم وړ دي او یو نوی فريم دا امکان برابروي چې د شا ښیښه یې په اسانه توګه عوض شي. د اپل په وینا، د آیفون ۱۵ صفحه د نورو په پرتله روښانه او ۴۸ میګاپیکسل کمره لري.
اپل شرکت تیره میاشت اعلان کړی و چې د متحده امریکا ایالاتو د کاليفورنیا ایالت یو نوی تصویب شوی قانون پلی کوي. یاد قانون د تکنولوژیکي شرکتونه د داسې دستګاو تولید ته اړ کوي چې دغه موبایلونه ترميم کړای شي او خلک مجبور نه شي خپل ګرځنده تليفونه بيرته اصلي شرکتونه ته د ترمیم له پاره واستوي.
یاد شرکت ویلي چې د آیفون ۱۵ بټرۍ له ۱۰۰ سلنه ریسایکل شوي کوبالت څخه تولید کېږي او پر دې سربېره، له دې وروسته په خپلو تولیدتو کې له څرمن څخه استفاده نه کوي.
اپل ویلي چې د دې شرکت «اپل واچ» یا نوی ساعت لومړنی محصول دی چې له خنثی کاربن څخه تولید کېږي. د خنثی کاربن محصولات هغو تولیداتو ته ویل کېږي چې په هره اندازه چې کاربن د تولید په پروسه کې خپرېږي، همدومره اندازه کاربن له منځه یوسي. ايپل ویلي چې موخه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د خپل ځنځريري تولیداتو په برخه کې د خنثی کاربن هدف ته ورسيږي.
Af/na (AFP, Reuters)