اچې ټاپو: اوس ښځې هم د شريعت سرغړونکي په دُرو وهي
۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعهدغې نوې جذبې شوې غړې ته بايد لومړی قناعت ورکړل شوی وای; څو سرغړونکو ته جزا ورکړي. مجازات شوې ښځه په دې تورنه وه چې اصلاً مجرده ده، خو له يوه سړي سره بيا په هوټل کې نيول شوې وه.
دغه راز کړه وړه د اچې په ټاپو کې يو اخلاقي جرم بلل کيږي. اچې د اندونيزيا هغه سيمه ده چې اسلامي شريعت پکې نافذ دی. هغه کسان چې په بېلابېلو سرغړونو تورن دي، په عامه محضر کې په لښتو وهل کيږي. د شريعت د پوليسو مشر پلټونکی، ذکوان، د فرانسې خبري اژانس ته د خپلې نوې همکارې په هکله ويلي دي چې «زما په نظر هغې ډېر ښه کار کړی دی. تخنيک يې هم ډېر ښه وو.»
خو دغې نندارئيزې جزا اوس د بشري حقونو فعالين په غوسه کړي دي چې په رسنيو کې هم د دغو مجازاتو له کبله پراخ بحثونه شروع شوي دي. د دې تر څنګ د سياستوالو پام هم دغې موضوع ته اوښتی دی.
د اندونيزيا ولسمشر د دغو علني مجازاتو د بندولو غږ کړی دی، خو نوموړي د اچې ټاپو د چارو په برخه کې يوازې ډېر لږ واک لري. دغه سيمه د سوماترا ټاپو يوه برخه ده چې ډېره محافظه کاره بلل کيږي.
له نور هېواد سره په توپير، په اچې کې ديني قوانين پلي شوي دي. دا له ۲۰۰۵م کال راهيسې د خپلواکمنۍ پر سر د يوه شوي تړون نتيجه ده چې له لسيزو اوږدو بېلتون غوښتونکو پاڅونونو ته پرې د پای ټکی کښېښودل شو.
په اچې کې په درو د خلکو د وهلو جزا عامه شوې ده چې د قمار، زنا، د شرابو د څښلو، همجنسبازۍ او له واده مخکې د جنسي اړيکو په صورت پلې کيږي.
خو د جزا د عملي کولو کار تر اوسه پورې يوازې نارينه وو کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوس ښځې هم د جزا په عملي کولو کې ښکېلې شوې دي.
AFP/ns/nz