بايدن او پوتين يو بل ته خبرداری ورکړ
۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعهد امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن خپل روسي سيال، ولاديمير پوتين ته يو ځل بيا پر اوکراين د بريد څخه خبرداری ورکړی دی. د سپينې ماڼۍ په حواله بايدن له پوتين سره په تليفوني خبرو کې وويل چې متحده ایالات او متحدين به يې داسې يوه مورد ته »قاطع ځواب« ووايي. په واشنګټن کې يوه لوړپوړي چارواکي دا هم ويلي دي چې امريکا دې ته چمتو ده چې پر مسکو سخت اقتصادي بنديزونه هم وضع کړي او ورسره به ښايي د ناټو حضور په ختيځ کې په پرتو غړو هيوادونو کې زیات کړل شي. اوکراين به هم زياتې مرستې تر لاسه کړي، په تېره د وسله والو ځواکونو له پاره يې. خو د امريکا متحده ايالات لا دغه هيله لري چې کريملين به د ترينګلتيا د راکمولو لاره غوره کړي.
د کريملين په حواله پوتين په خپل وار له دې څخه خبرداری ورکړ چې د روسيې پر وړاندې بنديزونه به يوه »ستره اشتباه« وي، دغه خبره د بهرنيو چارو سلاکار، يوري اوشاکوف د دواړو ولسمشرانو تر منځ له ۵۰ دقيقه يي خبرو وروسته وکړه.
پر اوکراين د بريد پلانونه د کريملين له خوا په کلکه رديږي. خو د اوکراين د سرحد په اوږدو کې د روسي عسکرو راغونډېدو، په تېرو څو اوونيو کې اندېښنې راپارولې وې. له کلونو راهيسې د اوکراين مشران د دغه هيواد په ختيځ کې د روسي پلوو بېلتون غوښتونکو له وسله وال پاڅون سره مخامخ دي.
په جنورۍ کې پرمختګونه کيږي؟
بايدن او پوتين په خپل تليفوني تماس کې د جنورۍ له لسمې نېټې وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ د لويديځ څخه غوښتل شوو امنيتي تضمينونو پر سر د پلان شوو مذاکراتو په هکله هم وغږېدل چې د ختيځ پر لور د ناټو د پراخوالي څخه تېرېدل يې يوه برخه ده.
اوشاکوف ټينګار وکړ چې په دغه غونډه کې بايد »پايلې« تر لاسه شي. د بايدن وياندې، جېن پساکي څرګنده کړه چې »په دغو ديالوګونو کې مهم پرمختګونه يوازې د ترینګلتيا د راکمولو، نه د ترينګلتيا د زياتېدو يوه محيط کې تر لاسه کېدای شي.«
په عين وخت کې دواړه اړخه خوشبينه هم دي چې د جنورۍ په مياشت کې ټاکل شوې خبرې اترې به د وضعيت د آرامېدو سبب وګرځي.