برتانیه: په ښوونځیو کي د جنسي اړیکو مضمون تدریسیږي
۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبهد برتانيې د پوهني وزیر دامیان هِندس، د رسنیو په حواله د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۶ مه نیټه) اعلان وکړ چي د دغه پلان یوه برخه دا ده چي کوچنیان «باید د جنسي اړیکو په زده کړي او پوهي سره له مکتبونو څخه فارغ سي». د وزیر په خبره دا داسي یوه موضوع ده، چي سړی پرې په ټولګي کي تر دباندي ښه بحث کولای سي.
کوچنیان باید تر ټولو دمخه د ژوندانه د مختلفو ډولونو سره په درناوي رفتار زده کړي. ښوونځي مکلف دي چي د هغوی سره په دې لار کي مرسته وکړي چې د «متفاوتو، له محبته ډک او صحي روابطو» په باب معلومات او تجربه حاصله کړي.
وزیر په دې ډول سره په غیرمستقیم ډول د بیرمینگېم، په خاص ډول مسلمانو والدینو هغو اجتجانو په مقابل کي موقف ونیو، چي په ډیرو ښوونځیو کي یې د جنسي اړیکو د مضمون د له منځه تلو په خاطر تر سره کړي ول. والدینو پر دې باندي انتقاد کوه چي د دغه مضمون محتوا «نه د سن سره سمه» او نه هم «د اسلام سره سازگار» ده. د اعتراض کونکو پر پلاکاټونو باندي د «پریږدئ چې کوچنیان، کوچنیان واوسیږي!» او «زموږ کوچنیان، زموږ انتخاب!» شعارونه لیکل سوي ول.
د جنسي اړیکو د مضمون اساسي خطوط شل کاله مخکي تازه سوي ول. د رسنیو په حواله والدین د دې حق لري چي خپل کوچنیان د هغه درسي ساعت څخه وباسي چي د جنسي اړیکو په باب وي. خو که خبره د ټولنیز چلن او رفتار په اړه وي، د مثال په ډول همجنسبازۍ په اړه، بیا نو په دغه درسي ساعت کي گډون حتمي دی.
qn/ms (kna)
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.05.2015)