بلوچستان: د داعش د خراسان عملیاتو قوماندان وژل شوی
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبهله ترهګرو سره د ډزو په تبادله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یو لوړپوړې افسر کرنل سهیل عابد وژل شوی او څلور تنه نور همکاران یې ټپیان شوي دي. د دغو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو له دغه مرکز یا پټنځای څخه ډیر شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آي. ایس. پي. آر) د دغو عملیاتو د تائیدولو تر څنګ ویلي دي چې وژل شوی ترهګر سلمان باديني د هزاره قوم تر سلو د ډیرو کسانو په وژنه کې لاس درلود.
د (آي. ایس. پي. آر) په عملیاتو کې وژل شوي دوه نور کسان ځانمرګي بریدګر ول چې ویل کیږي له افغانستان څخه پاکستان ته ورغلي ول او د سلمان باديني د امنیت ساتنې مسئولیت یې درلود.
په دغو عملیاتو کې د لشکر جهنګوي یو بل قوماندان هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی، خو د دغه کسان هویت تر اوسه پورې پټ ساتل شوی دی.
د یوې اوږدې مودې راهیسې د سلمان بادیني لټون روان وو
په کوئټه کې د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي خرم دراني په حواله د استخباراتي ادارې دغه عملیات د نیول شویو تندلارو څخه د تحقیقاتو پر مهال د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې ترسره شوي دي.
دراني له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «استخباراتو او د ترهګرۍ ضد ځانکړې ټیم دغه مهم عملیات هغه وخت ترسره کړل چې په الماس کلي کې د ترهګرو پټنځایونه له څلورو خواو څخه محاصره شوي ول. ترهګر په یوه مرکز کې پټ ول. دغو کسانو د دې له پاره چې ونه نیول شي، تر ډیره وخته پورې له امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړه».
خرم دراني زیاته کړه چې د لشکر جهنګوي د پخواني مشر عثمان سیف الله تر وژل کیدو وروسته سلمان باديني د دغې ترهګرې ډلې مشر ټاکل شوی وو.