ترمپ د تر ټولو ستر توغندي د جوړولو اعلان وکړ
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبهد امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د څرګندونو له مخې د دغه هیواد نظامي ځواکونه داسې یو توغندی جوړوي چې د نړۍ تر ټولو چټک توغندی به وي. ترمپ په سپينه ماڼۍ کې د امریکا د فضایې ځواکونو د نوي بخش د بیرغونو د معرفي کولو پر مهال وویل چې ټاکل شوې ده دا به په امریکا کې د موجودو توغندیو په پرتله ۱۷ واره چټک پرواز ولري.
د ترمپ د څرګندونو په اساس دا به په نړۍ کې د ټولو موجودو توغندیو د بیلګې په توګه د روسي او چینایي توغندیو درې چنده تیز وي. نوموړي هغه Super-Duper-Rakete. یا «تیز او غافل کونکی» توغندی وباله.
ترمپ د امریکا متحده ایالاتو فضایي ځواکونه چې ټاکل شوې ده د دغه هیواد پوځ په فضایي شخړو کې مقابلې ته تیار کړي، د ۱۹۴۷م کال د دسمبر میاشتې را په دیخوا د لوموړي ځل له پاره د دغه هیواد د نظامي ځواکونو د یوې جلا برخې په توګه رامنځته کړ.
دغه فضایي ځواکونه د ځمکنیو ځواکونو، سمندري، هوایي، پلي بحري ځواکونو او ساحلي ګارد ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو شپږمه جلا برخه ده.
د ترمپ نوي سیاره اي جنګیالي
ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې د دغو فضایي ځواکونو د مهم نقش په اړه وویل: «فضاء به هم د دفاع او حملې ترڅنګ د نورو ډیرو مسائلو سره د راتلونکي وخت پیښو سره په ارتباط کې وي. د هغه څه په اساس چې ما اوریدلي دي او د رپوټونو پر بنسټ، مونږ له پخوانه په فضاء کې مخکښ یو.»
روسي پوځ د دسمبر میاشتې په پای کې د «Avantgarde» ډول، یو نوی توغندی د استفادې له پاره اماده کړ. د دغه هیواد د چارواکو په خبره د دې توغندي سرعت د صوت یا غږ د سرعت ۲۰ برابره چټک دی.
د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین په هغه وخت کې وویل چې دفاعي سیستمونه نه شي کولی د دې توغندي په مقابل کې خنډ رامنځته کړي. پوتین د ۲۰۱۸ م کال په مارچ میاشت کې د دې وسلې فعالول د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم په مقابل کې د غبرګون په توګه اعلان کړی وو.
dpa, ap) sn.aa)