ترمپ ولې هره ورځ د ملاريا درمل خوري؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سهشنبهد امريكا متحده ایالاتو جمهوررئیس دونالد ترمپ هره ورځ د هايدروکسىي کلوروکین په نامه د ملاريا ضد دوا اخلي. نوموړي په سپينه ماڼۍ کي څرګنده کړه چي هغه د تقريباً يوې اونۍ راهيسي دغه دوا ځكه خوري چي هغه ښه بولي او په اړه يې ډير مُثمر معلومات اوريدلی دی.
د دغه دوا د کارولو په اړه د علمي معلوماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چي ته په دې اړه ورته ډير تيليفونونه سوي او ډيرى ډاکټران او نرسان هم دغه درمل د وقایوړي تدابیرو په حیث خوري. په خبره یې هغه دغه دوا دسپيني ماڼۍ د ډاکټر په مشوره خوري.
د مارچ او اپريل په مياشتو کي ترمپ په وار وار سره د نوموړي دوا توصيه هغو مریضانو ته کوله چي د کوويد ۱۹ د سږو په ناروغي اخته سوي ول. په هغه وخت کي ترمپ په ډيري ليوالتیا سره ويل چي دا د خداى له طرفه يوه تحفه ده.
خو د اپريل مياشتي په اخره کي بيا د امريکا د خوراکي موادو او دارو درملو ادارې)FAD ( د هغې د په اصطلاح جادويي تاثيراتو څخه خبردارى ورکړ او ويې ويل چي د کرونا په وړاندي یې هيڅ ډول اغېزه نه ده ثابته سوې او دغه دوا د زړه ضربان ته سخت تاوان رسوي.
تر دې دمخه هم يوې پلټني د انتي بيوتيکو سره په ګډه د هغې خوړل په مریضانو کي د مړيني د کچي لوړیدل ثابت کړي وو.
ترمپ زياته کړې چي هغه د زينک تابلیټونه هم اخلي تر څو د بدن معافيتى سيستم يې قوي سي. دغه ۷۳ کلن ټينګارکوي چي د هغه د کرونا وروستى ټِست منفى وختی.
پر ۲۰۰۰ کسانو د درملو آزموینه
په امریکا متحده ایالاتو کي، هايدروکسىي کلوروکین ته د Autoimmune يا خود ايمني ناروغیو په مقابل کي درملني ته اجازه ورکول سوې. په اوس وخت کي ډیری پلټني رواني دي تر څو د کووید ۱۹ پر ضد د هغه اغیزه هم ثابته کړي. د امریکا د روغتیا ملي انستیتوت تیره اونۍ پر ۲۰۰۰ کسانو باندي د دغي دوا امتحانولو ته اشاره کړې. په دغه پلټنه کي باید دا ثابته سي چي د انتي بیوتیکو سره د هغې ګډ خوړل په روغتونونو کي د کرونا د ناروغۍ پروسه او له امله یې د مړیني سطحه راکمولای سي او که څنګه؟
د کارپوهانو د ارقامو له مخي په امریکا په متحده ایالاتو کي د کرونا د پانډیمي له پیل راهیسي څه د پاسه ۹۰۰۰۰ انسانان د کووید ۱۹ ویروس په نتیجه کي مړه سوي دي. د جانس هاپکینز پوهنتون په حواله په دغه هیواد کي له یو نیم میلیون څخه ډیر کسان په نوموړي ویروس اخته سوي دي.
gp/bs (dpa, ap, rtr, afp)
زموږ له آرشيف څخه: