تر زلزلې وروسته ورک شوی سړی ۱۷ ورځي وروسته ژوندی موندل شوی
۱۴۰۱ مهر ۱, جمعهځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې ۲۸ کلن، ګان یو، د برېښنا بند په یوه استيشن کې يې کار کاوه او د سپتمبر پر ۵مه د زلزلې پر وخت له خپل یو همکار سره د کار په ځای کې وو. هغه او همکار ېې له ېوه ورځ ډير وخت له خوړو پرته تیره کړې وه.
ځايي رسنيو ويلي دي چې ګان او همکار ېې د سپتمبر پر ۷مه د ځان ژغورنې په موخه په غرنۍ علاقه کې څه باندې ۱۲ مایله پر پښو مزل کړی وو او په دې جریان کې ګان یو خپلې عينکې ېې هم ورکې کړې وې.
د هغه همکار د مرستې په موخه وتلی وو چې د سپتمبر پر ۸مه وموندل شو، خو کله چې ژغورونکو سره بېرته ټاکلي ځای ته راغی ګان یو هلته نه وو.
ژغورونکي په دې باور ول چې ګان یو به يخنۍ وهلی وي، خو هغه د چهارشنبې په ورځ د یو ځايي کروندګر له خوا چې سېمې ته د ښکار له پاره تللی وو وموندل شو.
ګان يو، رسنیو ته ويلي دي چې هغه ۱۷ ورځې د ځنګلي مېوو په خوړلو ځان ژوندی ساتلی وو. خو دا چې هغه ولې له ټاکلي ځایه تللی وو روښانه نه ده.
د چین په سويل لويديځ کې پروت د سیچوان ایالت په زلزله کې ۹۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلونو نور ټپیان شول.