جاپان ته تر ټولو ځواکمن طوفان رسېدلی
۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبهيادې ادارې ويلي وو چې د دغه طوفان مرکزي کړۍ يا سترګه به تر غرمې وروسته يا د مازديګر تر لومړيو پورې له سمندر څخه د جاپان مرکزي او يا ختيځې وچې ته ځان رسوي، چې هماغه سې هم وشو. دا په اوسني عصر کې تر ټولو خطرناک طوفان بلل شوی دی.
دغه ځواکمن طوفان پلازمينه توکيو ته نژدې د ايژو ټاپو ته رسيدلی دی. په توکيو او د جاپان په شپږو نورو سيمو کې د چټک باد، ورښت او د آسماني زورورو بريښناوو له کبله، د تر ټولو لوړې سطحې خطر اعلان شوی دی.
د جاپان د ختيځې او مرکزي سيمې د يو ميليون څخه ډيرو اوسيدونکو ته سپارښتنه شوې چې خپل ځانونه امن ځايونو ته ورسوي.
دغه طوفان لا له سمندر څخه وچې ته تر رسيدو دمخه مالي زيانونه اړولي او لږ تر لږه يو تن په کې وژل شوی او د څو تنو نورو د ټپي کيدو ویل شوي دي. وړاندوينه کيږي چې وچې ته د طوفان په رسيدو سره به ښايي د قربانيانو شمير او د زیانونه کچه لوړه شي.
د وړاندوينې مطابق، دغه طوفان د شنبې په ماښام د جاپان له شمال څخه حرکت کاوه او د یکشنبې په ورځ به له دغه هيواد څخه وځي. جاپان تر دې مخکې هم د شديدو طوفانونو او طبيعي پيښو له امله د تلفاتو او زيان درلودونکی پيښو شاهد پاتې شوی دی.
ر.ش/ص.ا (دی پی ای) م.ک.ص/ ا.ا