خوست:د بهرنيو ځواکونو خپلسره عمليات دي بند سي
۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعهد خوست ښار ختيځ ته باک يوه له هغه سرحدي ولسواليو څخه ده ، چي د ګاونډي هيواد پاکستان سره سرحدي پوله لري او د يوشمېر نورو ولسواليو په پرتله ترې د نا امنۍ رپوټونه ډېر ورکول کيږي.
د دغي سيمي اوسيدونکو په يوه غونډه کي له افغان دولت څخه وغوښتل چې بهرني ځواکونه دې نور د دوی په سيمه کې خپلسري عمليات او تلاشۍ نه کوي .
د سيمې قومي مشرانو وويل چې د عمليات پرمهال ملکي خلک وژل کيږي او دغه راز يې له کورونو څخه د تلاشۍ پرمهال سره او سپين زر او نغدي پيسې هم وړل کيږي.
سيمه والو د دې تر څنګ له دولت څخه وغوښتل چي د باک په ولسوالۍ کي د بيارغوني پروژې پيل کړي او د زراعت په برخه کي دي هم له سيمه والو سره مرستي وکړي.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي چې باک ولسوالۍ ته يې سفر کړى و، له خلکو څخه و غوښتل.
« که تاسي غواړى ،چي په سيمه کي مو افغان او بهرني ځواکونو په هيڅ وخت عمليات ترسره نه کړي، نو تضمين راته راکړى، چي د باک ولسوالۍ په سيمه کي به هيڅکله د نا امنۍ پيښې نه رامنځته کيږي او که هرڅه کيږي بيا به يې مسوول قومي مشران وي.»
په همدې حال کي دخوست د ملي امنيت ريس اخترمحمد ابراهيمي وايي په تېره څه موده کي له بګرام زندان څخه څه باندي 60 تنه خوستي بنديان ازاد شوي.
نوموړى وايي يو شمېر يې بيا هم د دولت وسله وال مخالفت ته مخ اړولی،او بېرته نيول شوي.
داپداسې حال کي ده چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو په وار وار د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او د ملکي وګړو د وژني پرضد مظاهرې او احتجاجونه کړي.
افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي هم په بيا بيا له بهرنيو ځواکونو څخه غوښتي چي د شپې له مخي دي عمليات نه کوي او د ملکي ملکي مرګ ژوبلي ته دي پام وکړي .
فريدالله ظاهر
کتونکی : محمد قاسم نوري