1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پوليو کمپاين په ترڅ کې دوه پوليس وژل شوي

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

د آلمان خبري آژانس په حواله په خيبر پښتونخوا کې نامعلومو کسانو د پوليو واکسيناتورانو ساتونکي پوليس وژلي دي.په ټول پاکستان کې د دوشنې ورځې راهيسې د پولیو ضد واکسين کمپاين روان دی.

https://p.dw.com/p/3V0Xv
Pakistan Polio Impfung
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د کوز دير په سيمه کې د ځاي پوليسو يوه افسر فريد خان وويل چې پېښه نن، چهار شنبه سهار رامنځته شوې ده. د پوليو واکسينو کمپاين د دوشنبې په ورځ پيل شوې او تر جمعې ورځې پورې دوام کوي. د رپوټ له مخې د دغه کمپاين په ترڅ کې به  خوا او  شا ۳۹ ميلونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځه کلنۍ کم وي واکسین شی. ډير تمرکز به په خیبر پښتونخوا ايالت وی. د واکسيناتورانو د ساتنې له پاره په دنده د گمارل شويو پوليسو د وژلو پړه تر اوسه کوم چا پر غاړه نه ده اخیستې.

په پاکستان کې د واکسين کونکو ټيمونو پر مرستندویانو، په پرله پسې ډول بريدونه کيږې او وژل کيږې. سږ کال د واکسينو کمپاينونه لا تر مخه هم ستونزمن وو. په پسرلې کې د پيښور په ښار کې يو کلينک تر هغه وروسته وسوځول شو کله چې تر واکسيندو وروسته د ماشومانو د ناروغه کیدو په هکله ناسم راپورونه خپاره شول. هغه وخت په سلهاو کورنيو د خپلو ماشومانو له واکسين کولو څخه انکار وکړ.

سخت دريزه اسلام پاله ډلې باور لری، چې واکسين د لويديځ والو د دسیسو يوه برخه ده چې د مسلمانانو د بې لارې کولو له پاره کار کوي او دا چې په واکسین کولو سره ماشومان شنډ شي.په روان میلادي کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګوزڼ ۷۵ نوې پيښې رپوټ شوي دي. د پوليو کمپاين وياند ذوالفقار بابه خیل په خبره به د روان کمپاين په ترڅ کې د پولیو ۲۶۰ زره کارکوونکي کور په کور وګرځي څو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

چارواکو رپوټ ورکړې چې د روان  ميلادې کال د جنوری میاشتې راهیسې، د ګوزن ناروغۍ نوي پيښې ثبت شوی دی، سره د دې چې په پاکستان کې د واکسینو کمپاین په پراخه کچه عملي شوی دی.

د دغه پيښو ډير شمير په خيبر پښتونخوا کي وو، چې دمخه یې په ځينو سيمه کې د وسله والو نفوذ زيات وو. د ملګرو ملتونو د ګوزن واکسین پروګرام، له پاکستان سره مرسته کړی تر څو د دغه ناروغۍ د خپريدو مخه ونيسې. په ۲۰۱۴م کال کې کله چې د طالبانو پر ضد په پاکستان کې پوځي عملیات پېل شول نو د ګوزڼ ناروغۍ ۳۰۶ پيښې ثبت شوې وې، خو د رسمي ارقامو له مخې تر هغې وروسته د دغو ناروغیو په مثبتو پيښې کې د پام وړ کموالی راغی او په ۲۰۱۷م کال کې یوازې اته پيښې او تر هغه وروسته کال کې بیا ۱۲ پيښې ثبت شوې وې.