«داعش د کیمیاوي وسلو د جوړولو وړتیا لري»
۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعهبرینن له CBS تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ داسي پیښې لرو چې داعش له کیمیاوي وسلو څخه پکښې کار اخیستی دی.» د برینن دغه مرکه به د یکشنبې په ورځ په بشپړه توګه خپره شي.
تر دې مخکې داسې ادعاوي شوې وي چې داعش د کردي جنګیالیو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. په عراق کې د کردي جنګیالیو دغه ادعاوي بیا وروسته د آزموینو له لارې اثبات شوې هم وې.
داسې اټکل هم کېدی چې تروريستي ډلي «اسلامي دولت» یا خو د کیمیاوي وسلو کومه ذخیره ترلاسه کړې ده او یا خو هغوی د دغو وسلو د جوړولو موادو ته لاس رسی موندلی دی.
خو برینن په خپلو خبرو کې دې موضوع ته اشاره کړې ده چې د داعش ډله اوس د کیمیاوي وسلو د جوړولو وړتیا لري.
برینن ویلي دي: «داسې رپوټونه شته چې د داعش ډله د کیمیاوي وسلو د جوړولو موادو ته لاس رسی لري چې کولای شي ترې استفاده وکړي.»
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې ده چې د دې امکان شته چې داعش لویدیځو هیوادونو ته د کیمیاوي وسلو د راوړلو هڅه وکړي او بیا په دغو هیوادونو کې بریدونه ترسره کړي.
هغه ویلي دي: «له همدې کبله ډیره مهمه ده چې د هغوی د ترانسپورت او قاچاق هغه لارې چې دوی ورڅخه تر دې مخکې کار اخیستی دی، قطع شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تردې دوې ورځي مخکې د امریکا متحدو ایالاتو د ملي استخباراتو مشر جیمز کلپر، د خپل هیواد کانګرس ته وویل چې ترهگري ډلي «اسلامي دولت» کیمیاوي وسلې کارولي دي.