داعش غواړي د کرونا ویروس څخه ګټه واخلي
۱۳۹۹ فروردین ۵, سهشنبهپه ټوله نړی کي صحي چارواکي د کرونا د سخت ساري مرض په مقابل کي مبارزه کوي او په ډیرو ځایونو کي د هغه په خاطر سخته ګډوډي هم موجوده ده، خو یوه ډله دا اوس یوه ښه موقع بولي: یعني داعش چي غواړي د هغه څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.
په هغه مضمون کي چي تیره اوونئ داعش د یوه مهم او اصلي مطلب په توګه نشر کړی ؤ، راغلي دي، چي خدای دغه مرض د یوه عذاب په حیث د عیسوي ملتونو له پاره نازل کړی دی، کومه چي اشاره یې غربي هیوادونو ته ده، هغه هیوادونه چي د داعش پرضد یې په نظامي ائیتلاف کي برخه درلوده.
د بریتانوي څیړونکي، ایمان جواد ال تمیم په حواله داعش ویلي دي، چي »په ډیرو ځایونو کي خلګ د کرونا څخه په بیره کي دي او غربي نړۍ له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ ده، ځکه چي هغوی پرعامه ژوندانه باندي سخت قیودات او محدودیتونه وضع کړي دي. موږ د خدای څخه غواړو، چي د هغوی غذاب نور هم ډیر او معتقدین دي وساتي.«
د داعش پرضد مبارزې څخه فاصله
د کرونا ویروس شیوع کیدلای سي، داعش په خپل موقف کي تقویه کړي. په عین حال کي کرونا د داعش پرضد نوره مبارزه هم تر تاثیر لاندي راولي، کومه چي اصلأ د نظامي لحاظه له منځه تللې وه.
د مثال په ډول ناټو د همدې مارچ میاشتي په سر کي اعلان وکړ، چي د کرونا ویروس په سبب عراقي عسکرو ته د دوو میاشتو له پاره تمرین نه ورکوي. نتیجه دا سوه، چي د انګلستان د دفاع وزیر بِن والیس هلته د بریتانوي عسکرو عملیات محدود کړل.
پردې سربیره په عراق او سوریه کي د داعش ضد ائیتلاف باید داسي تدابیر ونیسي، چي د خپلو قواوو په منځ کي د کرونا ویروس د شیوع مخنیوی وکړي. ځکه چي په دې منځ کي کررونا سوریې ته هم ورغلې ده.
که څه هم امریکايي چارواکي داسي اټکل کوي، چي دغه تدابیر به د داعش پرضد عملیاتو باندي منفي تأثیر ونه کړي، خو کرونا ویروس مشکل رامنځه کوي، څو له داعش سره په منطقه کي سمه مبارزه وسي. د نیویارک د سوفان تحقیقاتي مرکزځخه کولن،پي کلارک وايي چي»خو د داعش جنګیاليو ته هم طبعأ تاوان رسیدلای سي. هغوی هم د ویروس په مقابل کي معافیت نه لري. او که دوی پر غلطو طبي او صحي معلوماتو باندي تکیه وکړي، چي ډیر امکان یې هم سته، نو به د دوی جنګیالي هم د کرونا په ویروس باندي اخته سي او ډیری به له لاسه ورکړي.«