دربار صاحب کرتارپور: د سک مذهب سپېڅلی ځای
د سک مذهب اساسي لارښود ګورو بابا ګورو نانک د زیږیدو او مړینې دواړه ځایونه په پاکستان کې دي. هغه د پنجاب ایالات د ننکانه صاحب په ښار کې زیږیدلی وو او د خپل ژوندانه وروستي کلونه یې په کرتارپور کې تیر کړي ول.
د سک مذهب لارښود
د سک مذهب لارښود د ځینو روایتونو له مخې د ۱۴۶۹م کال د اپریل په ۱۵مه نېټه د رای بهويي په تلونډي نومې کلې کې زیږیدلی وو. د اوسني پاکستان په پنجاب کې پروت دغه کلی د ننکانه صاحب په ښار مشهور دی. هغه د ۱۵۳۹م کال د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په کرتارپور کې مړ شوی وو. هغه د خپل ژوندانه وروستي اتلس کلونه په کرتارپور کې تیر کړي ول.
د سک مذهب سپېڅلی ځای
په پاکستان کې دربار صاحب کرتارپور د سک مذهب په مهمو سپېڅلو ځایونو کې شمیرل کیږي. ننکانه صاحب، چیرې چې بابا ګرو نانک زیږیدلی وو هلته د جنم استهان ګورداواره واقع ده. په حسن ابدال او فاروق آباد کې هم د سک مذهب سپيڅلي ځایونه شته.
دربار صاحب کرتارپور
د سک مذهب لارښود او لومړني ګورو بابا نانک د کرتارپور ګوردوارې (درمسال) بنسټ په ۱۵۰۴م کال کې ایښي وو. دغه ځاي پاکستان ته د داخلیدونکي راوي سیند ته څیرمه پروت دی. ګورو نانک په ۱۵۳۹م کال کې همدلته ومړ.
شري کرتارپور صاحب
دربار صاحب کرتارپور سره د سک مذهب پیروان ډیره ټینګه عقیده لري. په ټوله نړۍ کې سک ټولنه د کرتارپور سرحدي لارې د پرانیستو غوښتنه کوي. تر دې دمخه به هغوی د دوربین له لارې د کرتارپور درمسال زیارت کاوه. د دغه ګوردوارې یو ماډل هنرمند ګورپریت سنګ جوړ کړی دی.
د کرتار پور سرحدي لار
د هند په پنجاب ایالت کې د بابا نانک دیره د پاکستان په حدودو کې پروت دربار صاحب سره نښلوونکي سرحدي لار ته کرتارپور کوریډور نوم ورکړل شوی دی. دا کوریډور یا دهلیز کابو پنځه کیلومتره اوږدوالی لري. له سرحد څخه تر درمسال پورې لار جوړه کړی شوې ده. د سک مذهب پیروان به د ویزې د ځانګړې سیستم له لارې دغه دهلیز استعمالولی شي.
پاکستان ته د سک زیارت کوونکو ورتګ
له هند څخه سک زیارت کوونکي د سه شنبې په ماښام ننکانه صاحب ته ورسیدل، څو په راتلونکو ورځو کې خپل مذهبي مراسم تره سره کړي.
د ګورو بابا نانک د زیږیدو ۵۵۰م کلیزه
سکان د بابا ګورو نانک د ۵۵۰ کلیزه په ټوله نړۍ کې لمانځي. په دغو مراسمو کې لومړیتوب د کرتارپور دهلیز پرانیستل کیدل ښوول شوي دي. اټکل کیږي چې سږ کال به د «بابا ګرونانک» د زیږیدو د ۵۵۰ کلیزي په مراسمو کې له ټولې نړۍ څخه شا او خوا ۵۰ زره سکان ګډون وکړي.
د کرتار پور لار او عمران خان
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د لومړي وزیر په توګه د خپلې دندې تر پیلولو سملاسي وروسته د کرتارپور لارې د پرانیستو پریکړه کړې وه. دغه څه ته د بابا نانک د زیږیدو له ۵۵۰ کلیزې هم ربط ورکړل شوی وو. د دغه لارې د بنسټ ډبره عمران د ۲۰۱۸م کال د نومبر په ۲۸ نېټه ایښې وه.