دنهاک: د کوسوو د پخواني ولسمشر محاکمه پېل شوه
۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبهله صربستان څخه د کوسوو د خپلواکۍ له جګړې ۲۴ کاله وروسته، د کوسوو د پخواني ولسمشر هاشم تاچي او د دغه هېواد د ازادۍ د پوځ د دريو پخوانیو چارواکو او قوماندانانو محاکمه په هالنډ کې د جزا په نړيواله محکمه کې پیل شوه.
په دې محکمه کې د درج شوي تور له مخې، تاچي تورن دی چې د کوسوو د آزادۍ د پوځ »يو سي کی« (اوچکا) د قوماندان په توګه یې د «ملکیانو او سیاسي سیالانو پر ضد جنگي جرمونه او همدا راز بشریت ضد جرمونه» ترسره کړي دي.
پر هاشم تاچي لگيدلي تورونو کې په ځانګړي ډول د صرب او روما لږکیو او همدارنګه له ۱۹۹۸م کال د مارچ څخه د ۱۹۹۹م کال تر سپتمبر پورې د البانايانو د شاوخوا ۱۰۰ اتباعو د شکنجې او وژنې تورونه شامل دي. وم.م. روسي او اوکرايني ځواکونو «زندانيان اعدام» کړي ديیل کیږي چې دغه جنایتونه په کوسوو او شمالي البانیا کې په پټو کمپونو کې ترسره شوي دي.
افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعيت په اړه د ايمنستي رپوټ
په ۲۰۲۰ کال کې ۵۴ کلن هاشم تاچي خپله استعفا په دنهاک کې د جزا نړیوالې محکمې ته وړاندې کړه. له هغه وخت راهیسې نوموړی د دغه نړیوال قضايي ارګان په زندان کې دی.
د محاکمې په لومړۍ ورځ هاشم تاچي پر خپلې «بې ګناهۍ» ټینګار وکړ او پر ده لګېدلي ټول تورونه یې رد کړل.
المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی
هاشم تاچي په ۱۹۹۹ کال کې د «کوسوو د ډیموکراتیک ګوند» له بنسټ ایښودونکو څخه دی. دا ګوند د «کوسوو د ازادۍ پوځ» سیاسي څانګه ګڼل کېده.
د تاچي ترڅنګ، د نهاک محکمه د کوسوو د پارلمان د پخواني رئیس او د کوسوو په جګړه کې د اوچکا ملیشو د دوو لوړ پوړو قوماندانانو پر دوسیو هم کار کوي.