دوبۍ: د اورلگیدنې په پایله کې ۱۶ تنه مړه او ۹ ټپیان دي
۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبهد سیمه ایزو رسنیو په حواله اور د شنبې ورځې په غرمه د زوړ ښار په الراس سیمه کې چې خلک یې ډیر خوښوي د استوگنې د یوې ودانۍ په څلورم پوړ کې رامنځته شوی دی.
د دوبۍ په هوایي ډګر کې یوې الوتکې اور واخيست
رسنیو د دغه هیواد د ملکي حفاظت ادارې د اعلامیې په اساس رپوټ ورکړی دی چې د نوموړې ادارې لومړنۍ ارزونې ښيي چې کیدای شي اور په ودانۍ کې په سمه توگه د حفاظتي مقرراتو د نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې وي.
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
تر اوسه پورې د قربانیانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دوبۍ د متحده عربي اماراتو له ډلې څخه یو دی چې د شاوخوا ۳،۳ میلیونه نفوس څخه یې نږدې ۹۰ سلنه بهرني اتباع تشکیلوي.
په دغه هیواد کې پخوا هم د اورلگیدنې ډیرې شدیدې پيښې رامنځته شوي دي چې ډیر مالي تاوانونه یې اړولي، خو لږ شمیر کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مکسیکو؛ د مهاجرو په يوه پناه ځای کې اورلگېدنې د ۳۹ کسانو ژوند اخیستی
په ۲۰۱۷ م کال کې حکومت په ودانیزو چارو کې شدید حفاظتي مقررات اعلان کړل، څو د اور لگېدنې پيښې راکمې کړای شي.
ډیری وختونه اور د ساختمانونو په باندنۍ سطحه کې د زر اور اخیستونکو موادو د کارولو له کبله رامنځته کیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص