د آلمان صدراعظم شولتڅ په کرونا ناروغۍ اخته شوی
۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبهد دوشنبې په ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ خبر ورکړی چې دی په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی او دا چې له کبله یې خپل رسمي او غیر رسمي ملاقاتونه او فعالیتونه محدودوي.
شولتڅ پر پخوانۍ ټویټر او اوسنۍ ایکس پاڼه لیکلي دي چې «دا داسې یو ناڅاپي خبر وو چې زه یې خامخا خوشاله نه کړم. زما د کرونا اوسنی ټیسټ دوه کرښې ښکاره کوي.»
د آلمان دغه ۶۵ کلن صدراعظم پر خپله ایکس پاڼه وړاندې لیکي چې »ډیر کم علایم لرم او تمه ده چې [کرونا] عادي تیره شي. د اوس له پاره په خپل کور کې له خپل میزه کار کوم.»
د شولتڅ ویاند شتیفن هیبیشترایت بیا ویلي چې شولتڅ له خپل دفتره په حکومتي غونډو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کوي.
پر کوید ۱۹ تر اخته کیدو وروسته اوس ټاکل شوې چې د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ د دوشنبې او سه شنبې په ورځ په عامه غونډو کې ګډون ونه کړي. د نوموړي ویاند همدا راز ویلي چې د سه شنبې لپاره د سلواکیا د لومړي وزیر رابرټ فیکو لیدنه هم د نوموړي د ناروغۍ له کبله لغوه شوې.