د آلمان صدراعظم کاناډا ته سفرکړی دی
۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبهد آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د يکشنبي په ورځ کاناډا ته صفر وکړ. دی په خپل درې ورځینی سفر کي غواړی چی د نړۍ د دوهم لوی هیواد سره اقتصادی اړیکی پياوړي کړي.
د خبرو مرکزي موضوع جرمنی ته د انرژۍ او خامو موادو انتقال دی. شولڅ به د کاناډا له لومړي وزیر جستین ترودو سره اوکراین د لا زيات ملاتړ او دا چې په راتلونکی کې له چین سره څه ډول چلند وشي، خبري وکړي.
دا احتمال شته چې روسیه آلمان ته د لويديځ له خوا د تحریمونو په ځواب کي د گازو ليږد کم او يا بشپړ ودروی. له همدي امله د بحث موضوع د طبعي يا مایع گاز تامينول دي. خو لا څرگنده نه ده چې دغه کار به د آلمان لنډ مهاله اړتياوي پوره کړي او که نه ؟ ځکه کانادا تر اوسه د طبعی مايع گاز له پاره هيڅ کوم صادراتي ترمينال نه لري او نوي تاسیسات کیداي شی کلونه وخت ونيسی.
له بله اړخه داسي انتظار هم کيږي چې د بیا نوی کيدونکي انرژۍ په اړه د نږدي همکاريو قرارداد امضا شي. دا د صدراعظم تر ټولو اوږود لومړې سفر دی چې تر نن پوري يې یوه هيواد ته کوي.