1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلن ښار کې د مسلمانانو ضد شبنامې خپرې شوي

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

په يوه شبنامه کې ليکل شوي دي: «ستاسې له خوا به زموږ د هيواد اشغال ناکام شي.» دا شبنامې په هغه سيمه کې موندل شوي چې د ترکانو ډيرې کورنۍ پکې اوسيږي. په دغو پاڼو کې په ‎آلمان کې ميشت مسلمانان ګواښل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3K4aQ
Deutschland Flugblatt Köln Mülheim "Atomwaffendevision Deutschland
انځور: WDR

دا شبنامه د کلن ښار په «کويپ شتراسه» سيمه کې موندل شوې ده.

دغه شبنامه (شپه پاڼه) پر دغه کوڅې د «ناسيونال سوسيالانو د مخفي سازمان» د ميخي بم بريد د ۱۵مې کليزې څخه څو ورځې مخکې موندل شوې ده. ياد سازمان دغه حمله د ۲۰۰۴م کال د جون میاشتې په ۹مه ترسره کړې وه چې۲۲ کسان پکې ټپيان شوي ول چې په هغو کې د څلورو ټپيانو وضعيت ډير خراب وو.    

يادې حملې د «کويپ شتراسه» مغازو ته ټکان ورکړ. د يکشنبې ورځ، د دغې تروريستي حملې له پنځلسمې کليزې سره برابره ده.

په ياده کوڅه کې د ترکانو ډير شمير کورنۍ اوسيږي. خپرې شوې شپې پاڼې د ښي اړخو د افراطي محتوياتو درلودونکي دي.

پوليسو رپوټ ورکړی چې دغه شبنامې د مولهايم په ختيځه سيمه کې د ناپيژاندو کسانو له خوا خپرې شوي دي. ځينې شبنامې د خط په داسې پاکټونو کې چې پستي ټکټونه نه لري، د سيمې د اوسیدونکو په پوستي صندوقونو کې موندل شوي، چې بيا د پوليسو لاس ته رسيدلی. امنيتي ادارې د دغو ګواښونکو ليکونو په اړه د څيړنو په حال کې دي.

NSU Bombenanschlag in Köln 2004 Archivbild
پوليس د پيښې په تړاو پلټنې پیل کړي ديانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان (WDR) تلويزيون د دغه شبنامو عکسونو او ځينې برخې خپرې کړي دي. له دې ډلې څخه پر ېوې شبنامې ليکل شوي: «په آلمان کې مسلمانانو! ستاسو له خوا زموږ د هيواد اشغال به ناکام شي. د آلمان خلکو ويښ شئ. موږ په واضح ډول پوهيږو چې تاسو دښمن يئ او له موږ څخه نفرت لرئ.»

د ياد تلويزيون د رپوټ په حواله، دغه شبنامې د «آلمان د اتومي وسلو فرقې» پر نوم خپرې شوې، چې احتمال لري دغه نوم د امريکا متحده ايالاتو د ښي اړخې افراطي ډلې «د اتومي وسلو فرقه» څخه تقليد شوی وي.

په دغو شبنامو کې د مسلمانانو پر وړاندې د بلنې تر څنګ، د مات صليب يا ماتې چليپا انځورونه هم شته. پوليسو ويلي چې دغه پاڼې د می مياشتې له ۲۹مې او د جون میاشتې تر ۳مې خپرې شوې دي. د پوليسو په وينا دغه ډول اخطارونه د ټولنيزو رسنيو له لارې په ټول آلمان کې خپار شوي دي، خو زیاتوي چې تر اوسه «هيڅ کوم مشخص خطر» شتون نه لري. خو دومره ده چې سږکال به د نورو کلونو خلاف د «کويپ شتراسه» حملې د پنځلسمې کليزې په درناوي مراسمو پر مهال، په سیمه کې د پولیسو ځواکونه حضور پيدا کړي.

د آلمان د کلن ښار دغه کوڅه چې نژدې ټول اوسيدونکي يې ترکان دي، د ترکانو په تجارتي مرکز باندې شهرت لري.