د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو کي ۱۰۰ عسکر وژل سوي
۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبهد سه شنبه د سهار په لومړیو ساعتونو کي د آذربایجان ځواکونو، د ارمنستان ځواکونه د سرحد په دریو نقطو کي تر ډزو لاندي راوستل.د ارمنستان ځواکونو هم د دغو بریدونو په غبرگون کې په ډزو پیل وکړ او توپخانه یې بریدونو د سې شنبې ترناوخته پوري دوام درلود.
همدارنگه د چهارشنبې په سهار هم د نوو نښتو خبر ورکړل سوی. د ارمنستان د دفاع وزارت، آذربایجان په بريد، توپخانه یې بریدونو او خفیفو وسلو په کارولو تورن کړ.
د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو کي ۱۰۰ عسکر وژل سوي
دواړو هیوادونو تائید کړې چي ۴۹ ارمنستاني سرتیري او۵۰ آذربایجاني سرتیري په دغو نښتو کي وژل سوي دي.دواړي خواوي د دغو نښتو د تحریکولو ملامتي چي د ناګورنو قره باغ په سیمه کي رامنځته سوي، یو پر بل اچوي.
آذربایجان ویلي دي چي د ارمنستان له خوا پولي ته نیژدې د ماینونو او درنو وسلو د ځای پرځای کولو په وړاندي یې متقابل جواب ورکړی دی.
ناګورنو قره باغ د آذربایجان په دننه کي د ارمنیانو یوه سیمه ده. ارمنستان او آذربایجان مخکي له دې په ۱۹۹۰مه لسیزي او همدارنگه په ۲۰۲۰م کال کي د دغي سیمي پرسر یو له بله سره نښتي کړي وې.
آذربایجان وايي ارمنستاني ځواکونو مو یو سرتيری وژلی
د ۲۰۲۰م کال تر جگړې وروسته دواړو هیوادونو د اوربند یوه توافقنانه لاسلیک کړه، خو په دې ورستیو میاشتو کي په دغه سیمه کي یو وار بیا نښتي ډیری سوي دي.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل چي په دغه سیمه کي وضعیت همدارنگه «ډېر کړکېچڼ» دی.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش له دواړو هیوادونو څخه غوښتي چي «د دغو نښتو د له منځه وړلو له پاره باید عاجل اقدامات وسي، له خونسردۍ څخه کار واخیستل سي او ناحل سوي مسایل د خبرو اترو له لاري حل کړي.»
GP/NZ/AG